ads

اوباما: افغانستان كې د امريكا اوږده جګړه نوره پاى ته رسېږي

په افغانستان کې د امريکا اوږده جګړه نوره پاى ته رسېږي او د امنيتي تړون تر لاسليک وروسته به ډېر لږ شمېر سرتيري په دغه هېواد کې پاتې شي. دغه څرګندونې نن سهار د امريكا جمهور رييس بارك اوباما د امريکا ولس او کانګرېس ته په خپلې کلنۍ وينا کې وکړې. په افغانستان کې د […]

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1392
اوباما: افغانستان كې د امريكا اوږده جګړه نوره پاى ته رسېږي

په افغانستان کې د امريکا اوږده جګړه نوره پاى ته رسېږي او د امنيتي تړون تر لاسليک وروسته به ډېر لږ شمېر سرتيري په دغه هېواد کې پاتې شي. دغه څرګندونې نن سهار د امريكا جمهور رييس بارك اوباما د امريکا ولس او کانګرېس ته په خپلې کلنۍ وينا کې وکړې.

په افغانستان کې د امريکا اوږده جګړه نوره پاى ته رسېږي او د امنيتي تړون تر لاسليک وروسته به ډېر لږ شمېر سرتيري په دغه هېواد کې پاتې شي.

دغه څرګندونې نن سهار د امريكا جمهور رييس بارك اوباما د امريکا ولس او کانګرېس ته په خپلې کلنۍ وينا کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې دى حاضر دى تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې په کم شمېر سرتېري پرېږدي ، خو که له افغان لوري سره امنيتي سند لاسليک شي.

که څه هم بارک اوباما د پرېښودونکو سرتېرو شمېر په ډاګه نه کړ، خو امريکايي سرچينو ويلي، چې دغه  شمېر کېداى شي تر شاوخوا لسو زرو پورې وي.

اوباما زياته كړه، چې پاتې کېدونکي سرتېري به د افغان ملي ځواکونو روزنې او همکارۍ ته ادامه ورکړي او د دې ترڅنګ به د ترهګرۍ او د القاعدې د پاتې شونو پر  ضد جګړه کې هم برخه اخلي.

نوموړي وويل، چې امريکا به له يوه متحده افغانستان سره همکاريو ته په داسې حال کې ادامه ورکوي، چې دوى د خپل راتلونکي مسووليتونه په خپله غاړه اخلي.

له ترهګرۍ سره د امريکا روانې  مبارزې ته په اشارې سره اوباما وويل، چې امريکا اوس هم خوندي نه ده.

د هغه په وينا، د القاعدې ريښې له ځينو نورو ډلو سره يو ځاى شوې، هغوى اوس په يمن، صوماليه، عراق او مالي کې فعاليتونه کوي او امريکا به له خپلو متحدينو سره د دغو شبکو د له منځه وړو لپاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA