ads

پکتيا كې د يوه پله او استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشړې شوې

د پکتيا په څمکنيو او ډنډ پټان ولسوالۍ کې د يوه پله او يوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشپړې شوې. د پکتيا د کليو او پراختيا رييس انجينر عبدالرحمان رحماني وايي، په دې دواړو پروژو نږدې پنځلس ميلونه افغانۍ لګښت شوی، چې د ناروې هېواد له لورې د پکتيا په څمکنيو او ډنډ پټان […]

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1392
پکتيا كې د يوه پله او استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشړې شوې

د پکتيا په څمکنيو او ډنډ پټان ولسوالۍ کې د يوه پله او يوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشپړې شوې. د پکتيا د کليو او پراختيا رييس انجينر عبدالرحمان رحماني وايي، په دې دواړو پروژو نږدې پنځلس ميلونه افغانۍ لګښت شوی، چې د ناروې هېواد له لورې

د پکتيا په څمکنيو او ډنډ پټان ولسوالۍ کې د يوه پله او يوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د پکتيا د کليو او پراختيا رييس انجينر عبدالرحمان رحماني وايي، په دې دواړو پروژو نږدې پنځلس ميلونه افغانۍ لګښت شوی، چې د ناروې هېواد له لورې ورکړل شوی او د ملي سيمه ييزې پرمختيا پروګرام له لورې پلی شوی.

نوموړی د ملي سيمه ييزې پرمختيا پروګرام د ملي پيوستون د پروګرام په څېر بولي، چې د کليو او پراختيا رياست تر چتر لاندې فعاليت لري.

دی زياتوي په نږدې راتلونکي کې به د پکتيا په ځينو ولسواليو کې د ملي پيوستون پروګرام له لورې هم ځينې پروژې پيل شي.

د پکتيا د څمکنيو او ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکي د دوو هغو پروژو په تر سره کېدو خوښ دي، چې د ملي پرمختيا پروګرام له لورې تر سره شوې دي.

دوی وايي؛ د سېلابونو پر مهال به له ګڼو ستونزو لاس و ګريوان و، د اورښتونو په وخت به يې ماشومانو ښوونځي ته نه شوای تلی او نورې ګڼې ستونزې به يې ګاللې، خو له دې وروسته به دا ډول ستونزې او ننګونې تر يو بريده راکمې شي.

ولسي خلک له افغان حکومته د ورته نورو پروګرامونو د تر سره کېدو غوښتنه کوي.

ګلاب خان چې د سيمې يو قومي مخور دی، همدا خبره کوي او وايي، دلته په دې پروژو سره ډېرو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوه ((موږ له افغان حکومت څخه د ورته نورو پروژو د منظورۍ غوښتنه کوو.))

د پکتيا په ډنډ پټان او څمکنيو ولسوالۍ کې دغه پول او استنادي دېوال په داسې مهال جوړېږي، چې دلته له اوږده ځنډ وروسته د بيارغونې يو خبر خپرېږي او په اړه يې ولسي خلک خوښي ښيي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA