ads

په لس مليونه افغانيو جمهوري رياست

په داسې حال كې چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د رسمي كمپاينونو د پيل ((د سلواغې ۱۳مه)) نېټې ته له يوې اوونۍ كمه موده پاتې ده، د ټاكنو خپلواك كمسيون يوه نوې طرحه اعلان كړې چې له مخې يې د جمهوري رياست هر كانديد بايد د كمپاين لپاره تر ۱۰ مليون افغانيو زياتې […]

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1392
په لس مليونه افغانيو جمهوري رياست

په داسې حال كې چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د رسمي كمپاينونو د پيل ((د سلواغې ۱۳مه)) نېټې ته له يوې اوونۍ كمه موده پاتې ده، د ټاكنو خپلواك كمسيون يوه نوې طرحه اعلان كړې چې له مخې يې د جمهوري رياست هر كانديد بايد د كمپاين لپاره تر ۱۰ مليون افغانيو زياتې پيسې

په داسې حال كې چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د رسمي كمپاينونو د پيل ((د سلواغې ۱۳مه)) نېټې ته له يوې اوونۍ كمه موده پاتې ده، د ټاكنو خپلواك كمسيون يوه نوې طرحه اعلان كړې چې له مخې يې د جمهوري رياست هر كانديد بايد د كمپاين لپاره تر ۱۰ مليون افغانيو زياتې پيسې مصرف نه كړي. خو شنونكي د ټاكنو د كمسيون دې پرېكړې اندېښمن كړي او وايي چې د عملي کېدو په صورت کې به یې د كانديدانو كمپاين ډېر محدود شي.

بلخوا د ټاكنو خپلواك كمسيون وايي، دا طرحه يې ځكه جوړه كړې چې په كمپاينونو كې د لوړو مصارفو مخه ونيسي او انتخاباتي ټيمونه له ټاكنيزو تخطيو راوګرځوي. كمسيون دغه راز زياته كړې، د ولايتي شوراګانو كانديدان هم حق نه لري چې په خپلو كمپاينونو کې تر ۵۰۰ زره افغانيو زياتې پيسې ولګوي، خو كه په هر كانديد دا ډول تخطي او له قانون سرغړونه ثبوت شوه، نو دوى به يې د ټاكنو په اړه د شكاياتو كمسيون ته معرفي كړي: (( كه څه هم د دې طرحې عملي كول سخت دي، خو ناممكن كار نه دى.))

د ټاكنو كمسيون وياند نور محمد نور په دې ټينګار كوي چې د كانديدانو لخوا كمسيون ته ور معرفي شوي استازي به مسووليت ولري چې د خپلو انتخاباتي ټيمونو د كمپاين راپور دوى ته وركړي:(( كه هر انتخاباتي ټيم له ټاكلي حده زيات مصارف وكړي، نو د قانون له مخې به مجازات شي. دوى كه يو مليون افغانۍ مصرف كړي هم دقيق راپور به يې موږ ته سپاري، ځكه دا د ټاكنو كمسيون ميكانيزم دى او په دې به جدي عمل وكړي.))

خو شنونكي بيا په دې برخه كې له ياد كمسيون څخه غواړي چې د انتخاباتي كمپاينونو په ټاكلو لګښتونو بيا له سره غور وكړي.

دوى وايي، د جمهوري رياست كمپاينونه په ۱۰ مليونه افغانيو نه شي تر سره كېداى، بلكې دومره پيسې يوازې د كانديدانو، ولايتي دفترونو او كاركوونكو ته هم بسنه نه شي كولى.

ډاكټر سديس نيازى همدې ټكي ته په اشاره وايي، كانديدانو ته د مصارفو لپاره د دومره كمو مصارفو معيار ايښودل د هغوى كمپاينونه سخت زيانمنولى شي: (( لس مليونه افغانۍ ۲۰۰ زره ډالر كېږي، خو كه يو كانديد د هر ولايت لپاره ۵۰ زره تشهيري پاڼې چاپ كړي او په دې هره پاڼه ۱۰ افغانۍ لګښت راشي، نو زما په حساب ۱۷ مليونه افغانۍ يوازې په تشهيري پاڼو مصرفېږي چې خامخا به د كمسيون او كمپاين د ټيمونو تر منځ د ستونزو سبب شي، نو بايد له سره په دې طرحه غور وشي.))

ډاكټر سديس وړاندې وايي: (( بله دا چې كه د كمپاين ټيمونه دې طرحې ته غاړه كېږدي، نو د هغوى كمپاينونه محدودېداى شي، په دې معنی چې ټول افغانستان كې په دې پيسو نه شي ګرځېدلى، نه هم په داسې هېواد كې چې ټول وګړي يې د خپلو كانديدانو په اړه بشپړ معلومات نه لري. زما له نظره دا معيار هغه وخت بايد وټاكل شي چې ټول ملت د ټاكنو په اړه عامه پوهاوى ولري، د هر كانديد په اړه د قضاوت كولو پراخ معلومات ولري. دغه راز له تګلارو سره يې هم له كلونو اشنا او هغه يې تجربه كړې وي.))

د سياسي علومو استاد رضوان الله بشرمل هم د راتلونكو انتخاباتو لپاره د كمپايني لګښتونو په اړه د ټاكنو كمسيون له وړاندې كړې طرحې سره جوړ نه برېښي، دى وايي: ((ګورئ! دا ډول طرحې هغه وخت مؤثريت لري چې په هېواد كې ګوندي سيسټم ډېر غښتلى او خلكو تجربه كړى وي، اوس خو خپلواك كانديدان هم راميدان ته شوي، څوك څه پوهېږي چې د  جمهوري رياست د۱۱ كانديدانو په لست كې د كوم يو تګلاره، څنګه، څه ډول او څومره د ولس په خير ده؟ د دې لپاره اوس ۱۱ واړه كانديدان مجبور دي چې خپلې تګلارې يوازې په دوه مياشتنۍ كمپايني موده كې خلكو ته تشريح كړي، د دې لپاره شايد د هغوى ټيمونه دومره امكاناتو ته اړتيا ولري چې ۱۰ مليونه افغانۍ ورته ډېرې كمې شي.))

استاد بشرمل وايي، د ټاكنو د خپلواك كمسيون طرحه كه څه هم په نيك نيت ده، خو ډېره بې وخته هم ده: (( كه څه هم د شفافيت خبره ده، خو دا يو بې وخته ګام دى، ځكه ياد مصارف بايد هغه وخت وضعه شوي او وړاندې شوي واى چې كانديدانو نوم ليكنه كوله يا بيخي دغه ډول مسايل د عمومي اګاهۍ تر مهاله نه واى رامنځته شوي. اوس وخت كې دا ډول ضوابط د ټاكنو شفافيت تر سوال لاندې راوستلى شي او هر كانديد به ګيله ولري چې دوى له خپلو خلكو سره ژوره پيژندګلوي ونه شوه كړاى.))

دا په داسې حال كې ده چې د جمهوري رياست ټاكنو ته چې د ۱۳۹۳ كال د وري په ۱۶مه به ترسره شي له دې وروسته ايله دوه نيمې مياشتې پاتې او كانديدان مجبور دي چې خپل كمپاينونه د پيل تر رسمي نېټې وروسته تېز كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA