ads

له سوريې څخه د زهري موادو دويمه جوپه وايستل شوه

د سوريې د کېمياوي وسلو د زهري موادو دويمه جوپه هم له دغه جنګ ځپلي هېواد څخه وايستل شوه. د ملګرو ملتونو او “د کېمياوي وسلو د حفاظت سازمان” ګډ ماموريت وايي، دا مواد له لازقيه بندر څخه د ډنمارک او ناروې هېوادونو په کښتيو کې بار او انتقال د سوريې د کېمياوي وسلو د […]

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1392
له سوريې څخه د زهري موادو دويمه جوپه وايستل شوه

د سوريې د کېمياوي وسلو د زهري موادو دويمه جوپه هم له دغه جنګ ځپلي هېواد څخه وايستل شوه. د ملګرو ملتونو او “د کېمياوي وسلو د حفاظت سازمان” ګډ ماموريت وايي، دا مواد له لازقيه بندر څخه د ډنمارک او ناروې هېوادونو په کښتيو کې بار او انتقال

د سوريې د کېمياوي وسلو د زهري موادو دويمه جوپه هم له دغه جنګ ځپلي هېواد څخه وايستل شوه.

د ملګرو ملتونو او “د کېمياوي وسلو د حفاظت سازمان” ګډ ماموريت وايي، دا مواد له لازقيه بندر څخه د ډنمارک او ناروې هېوادونو په کښتيو کې بار او انتقال شول.

ګډ ماموريت په يوې اعلاميې کې ويلي، د چين، ډنمارک، ناروې او روسيې کښتيو په زهري موادو بار د دوو کښتيو بدرګه او ملتيا کوله.

د سوريې د کېمياوي زهري موادو لومړنۍ جوپه د جنورۍ په ۷مه له دې هېواد څخه انتقال شوې وه.

د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک له مخې، د سوريې د کېمياوي وسلو ټولې زېرمې بايد د روان کال د جون مياشتې تر دېرشمې پورې له منځه يوړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA