امريکايي او پاکستاني چارواکو له درې کلن ځنډ وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکي ډيالوګ يا مذاکرو لومړنۍ غونډه وکړه. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پرون د پاکستان د ملي امنيت او د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز سره وکتل.
امريکايي او پاکستاني چارواکو له درې کلن ځنډ وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکي ډيالوګ يا مذاکرو لومړنۍ غونډه وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پرون د پاکستان د ملي امنيت او د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز سره وکتل.
سرتاج عزيز د امريکا او پاکستان د ستراتيژيکو خبرو په پيل کې وويل، سره له دې، چې پاکستان درنه بيه پرې کړې دا هېواد چمتو دى، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هرې حل لارې ملاتړ وکړي.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ جمهوررئيس حامد کرزي په زغرده وويل، چې د افغانستان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده، خو سرتاج عزيز يو ځل بيا وويل، چې د افغانستان سوله د پاکستان له سولې او ثبات سره مرسته کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل، چې له پاکستان سره د ستراتيژيکو اړيکو ټينګول له ډېر پخوا څخه د ده شخصي هيله وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

