د ناټو سرمنشي انډريس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ خبردارى ورکړ، چې د افغانستان او امريکا د دوه اړخيزې امنيتي موافقې په لاسليک کې ځنډ له افغان امنيتي ځواکونو سره د نړۍ د مالي مرستو دوام له خطر سره مخ كړى دى.

راسموسن د ناټو په مرکز بروکسل کې د ناټو د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، نه پوهېږي، چې افغان دولت به څنګه وکولاى شي، چې د نړيوالې ټولنې له مالي ملاتړ پرته د خپلو څه باندې ۳۵۰ زرو امنيتي ځواکونو لګښتونه برابر کړي.
د هغه په وينا، د افغانستان مشران بايد د امنيتي سند د نه لاسليکولو منفي اغېزې له پامه ونه غورځوي.
نوموړي زياته كړه، كه امنيتي سند، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي او ناټو ځواکونو روزنيز ماموريت لپاره حقوقي بنسټ ټاکي، لاسليک نه شي، نو د دې ډېر امکان شته، چې ټول نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.
د نوموړي په خبره، که له ۲۰۱۴ كال وروسته يې سرتېري په افغانستان کې نه وي، ډېره به ګرانه وي، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره مالي مرستې وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ