ads

نيويارك ټايمز: كه امريكا له افغانستانه ووځي د بې پيلوټه الوتكو اډې له لاسه وركوي

نيويارك ټايمز ورځپاڼې په خپل يوه خپاره كړي مطلب كې ويلي چې كه امريكا خپل پوځ له افغانستانه وباسي نو هغه اډې به يې له لاسه ووځي چې د بې پيلوټه الوتكو په مټ د ډيورنډ له كرښې هاغاړې تروروستي ډلې په نښه كوي. نيويارك ټايمز ورځپاڼې په خپل يوه خپاره كړي مطلب كې ويلي […]

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1392

نيويارك ټايمز ورځپاڼې په خپل يوه خپاره كړي مطلب كې ويلي چې كه امريكا خپل پوځ له افغانستانه وباسي نو هغه اډې به يې له لاسه ووځي چې د بې پيلوټه الوتكو په مټ د ډيورنډ له كرښې هاغاړې تروروستي ډلې په نښه كوي.

نيويارك ټايمز ورځپاڼې په خپل يوه خپاره كړي مطلب كې ويلي چې كه امريكا خپل پوځ له افغانستانه وباسي نو هغه اډې به يې له لاسه ووځي چې د بې پيلوټه الوتكو په مټ د ډيورنډ له كرښې هاغاړې تروروستي ډلې په نښه كوي.

ورځپاڼې د امريكايي چارواكو له قوله دا اندېښنه هم په ډاګه كړې چې كه د كافي امنيتي ظرفيت د نشتوالي له كبله يادې اډې د امريكا د استخباراتي ادارې له واكه ووځي نو په سيمه كې به چې اشاره يې پاكستان او هند ته شوې د اټمي كړكېچ د رامنځته كېدو خطر هم ورسره ډېر شي.

سرچينې زياته كړې چې له افغان حكومت سره د امنيتي تړون لاسليكېدو كې د پاتې راتلو له وېرې د امريكا د استخباراتي ادارو د ژورو اندېښنو له كبله د امريكا  جمهور رئيس بارك اوباما د پوځ، استخباراتو او سياسي چارو د كارپوهانو يوه ډله په دې ګمارلې چې په سيمې كې دي د متبادلو اډو په لټه كې شي خو ظاهرا دغه متبادلې تر ټولو نژدې اډې د ډيورنډ غرنيو سيمو ته د بې پېلوټه الوتکو لپاره خورا لېري دي. په دغو سيمو کې لا هم د القاعده مرکزي قومانده ځاى پر ځاى ده.

ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز نن په واشنګټن کې د متحدو ايالتونو له بهرنيو چارو وزير جان کيري سره په کتنه کې د تروريستي ضد عملاتو په باب خبرې وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA