ads

د سوريې له حمص ښاره ښځو او ماشومانو ته د وتلو اجازه ورکړل شوه

د سوريې لپاره نړيوال منځګړى لخضر ابراهيمي وايي، چې د سوريې د حکومت او اپوزيسيون استازي د وسله والو تر ولکې لاندې حمص ښار څخه، چې دولتي ځواکونو دا له څه باندې يو کال راهيسې کلابند كړى، د ښځو او ماشومانو د وتلو په اړه موافقې ته رسېدلي دي. د سوريې لپاره نړيوال منځګړى لخضر […]

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1392
د سوريې له حمص ښاره ښځو او ماشومانو ته د وتلو اجازه ورکړل شوه

د سوريې لپاره نړيوال منځګړى لخضر ابراهيمي وايي، چې د سوريې د حکومت او اپوزيسيون استازي د وسله والو تر ولکې لاندې حمص ښار څخه، چې دولتي ځواکونو دا له څه باندې يو کال راهيسې کلابند كړى، د ښځو او ماشومانو د وتلو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د رپوټونو له مخې، د سوريې په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمينځ د شنبې په ورځ د پيل شويو مستقيمو خبرو تر ټولو محسوسه نتيجه همدا ده.

د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي لخضر ابراهيمي پرون هيله څرګنده کړه، چې دا موافقه به عملي شي.

نوموړي همدارنګه ومنله، چې په خبرو کې پرمختګ آسانه او چټک نه و، خو په وينا يې، دواړو خواوو د متقابل درناوي په فضا کې خبرې سره وکړې.

ابراهيمې په دې اړه، چې دا خبرې به څومره دوام وکړي د جزياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو زياته يې كړه، چې د حکومت او ياغيانو استازي به نن د سوريې د روان کړکېچ د ډېرو پېچلو سياسي مسايلو په اړه خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA