امريكا به د القاعده د اړوندو سخت دريځو وسله والو په وړاندې د مبارزې لپاره د عراق مرستې ته دوام ورکړي. دغه څرګندونې د امريكا مرستيال جمهوررئيس جوبايډن پرون د عراق له لومړي وزير نوري المالکي سره په ټيليفوني خبرو كې وكړې.
امريكا به د القاعده د اړوندو سخت دريځو وسله والو په وړاندې د مبارزې لپاره د عراق مرستې ته دوام ورکړي.
دغه څرګندونې د امريكا مرستيال جمهوررئيس جوبايډن پرون د عراق له لومړي وزير نوري المالکي سره په ټيليفوني خبرو كې وكړې.
پرون په عراق کې موټر بم چاودنو او ډزو ١٣ تنه ووژل، په عين حال کې په لوېديځ ولايت انبار کې د امنيتي ځواکونو او د القاعده د اړوندو سخت دريځو وسله والو ترمنځ شخړې روانې وې.
جوبايډن د المالکي حکومت ستايلى، چې هڅه کوي قبايلي ځواکونه، چې د القاعده پرضد جنګېږي، د عراق په امنيتي ځواكونو كې مدغم كړي او د ټپي شويو يا هم وژل شويو او ټپيانو کورنيو ته تاوان ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


