ads

هولانډ د خپل ژوند له ملګرې جلا شو

د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ د خپل ژوند له ملګرې واليري تريرويلير ( Valerie Trierweiler)  څخه جلا شوى دى. هولانډ د شنبې په ورځ وويل، چې دا خبره د ټولنې د يو خصوصي فرد په توګه کوي. د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ د خپل ژوند له ملګرې واليري تريرويلير ( Valerie Trierweiler)  څخه جلا شوى […]

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1392
هولانډ د خپل ژوند له ملګرې جلا شو

د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ د خپل ژوند له ملګرې واليري تريرويلير ( Valerie Trierweiler)  څخه جلا شوى دى. هولانډ د شنبې په ورځ وويل، چې دا خبره د ټولنې د يو خصوصي فرد په توګه کوي.

د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ د خپل ژوند له ملګرې واليري تريرويلير ( Valerie Trierweiler)  څخه جلا شوى دى.

هولانډ د شنبې په ورځ وويل، چې دا خبره د ټولنې د يو خصوصي فرد په توګه کوي.

د هولانډ د ژوند ملګرې او د فرانسې لومړۍ مېرمن واليري وروسته له هغې، چې تېره اونۍ د پاريس له روغتونه وتلې، بيا په عام محضر کې نه ده ليدل شوې.

وروسته له هغې، چې د فلمې لوبغاړې جوليا ګايت سره د فرانسې د جمهوررئيس د پټو اړيکو په اړه رپوټونه خپاره شول، واليري په ناڅاپي توګه روغتون کې بستر شوه.

اته څلوېښت کلنې خبريالې واليري تريرويلير له فرانسوا هولانډ سره واده نه و کړى، خو وروسته له هغې، چې هولانډ د ۲۰۱۲ کال د جمهوري رياست ټاكنې وگټلې، نوموړې د دې هېواد د جمهوررئيس د مېرمنې يا لومړۍ مېرمنې رول سنبال کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA