د مصر په مركز قاهره او نورو برخو كې د شنبې په ورځ لږ تر لږه پنځه ويشت کسان د هغو لاريونونو په ترڅ کې وژل شوي، چې زرګونو کسانو په کې د پوځ لخوا د رامنځ ته شوي حکومت پر ضد او يا په ملاتړ برخه اخيستې وه.

پرون په دې هېواد کې د هغو پاڅونونو درېيمه کليزه لمانځل کېده، چې په ترڅ کې يې په ۲۰۱۱ کال کې حسنې مبارک له واکه لرې شو.
په دې لړ کې د حکومت زرګونو پلويانو د قاهرې په تحرير ميدان کې لاريون وكړ او لاريون كوونكو د مصر د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح السيسي په پلوۍ نارې وهلې، چې په جولاى کې يې محمد مرسي له واک څخه لرې کړ.
ورته نژدې د محمد مرسي پلويانو او د حکومت ضد فعالانو لاريون وکړ.
لږ تر لږه ۱۶ تنه په هغه موټر بم چاودنه کې ووژل شول، چې د پوليسو يو ماموريت ته نژدې وشوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ