۲۰۱۴ م كال ته له مخکې اندېښنو د امنيتي تدابیرو د لوړولو توقعات زیات کړي وو او داسې تمه کېده چې افغان امنيتي ځواکونه به تر پخوا لا زیات دې برخې ته توجه کوي، خو لکه څنګه چې په دې لنډو ورځو کې د څو پېښو له راپېښېدو ښکاري، تر یو حده د خلکو هيلې ټکنۍ کېدای شي.
۲۰۱۴ م كال ته له مخکې اندېښنو د امنيتي تدابیرو د لوړولو توقعات زیات کړي وو او داسې تمه کېده چې افغان امنيتي ځواکونه به تر پخوا لا زیات دې برخې ته توجه کوي، خو لکه څنګه چې په دې لنډو ورځو کې د څو پېښو له راپېښېدو ښکاري، تر یو حده د خلکو هيلې ټکنۍ کېدای شي.
تېره اوونۍ په کابل کې د لبنانیانو په یوه رسټورانت باندې د ځانمرګي برید په پایله کې۲۱ کسان ووژل شول، د امنيتي سرچینو د معلوماتو له مخې په دې برید کې د افغانستان لپاره د نړیوال صندوق استازی او د ملګرو ملتونو درې کارکوونکي هم وژل شوي دي. ویل کېږي چې برید کوونکي درې کسه وو، يوه يې د هوټل دروازې سره ځان والوزاوه او دوه نور يې هوټل ته ور داخل او په ډزو یې د هوټل میلمانه او څو کارکونکي ووژل، چې تر دوه ساعته نښتې وروسته دواړه ځانمرګي د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
دا برید په نړیواله کچه وغندل شو، همدا شان له ارګ څخه د مرغومي په ٢٨مه، رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررييس حامد کرزي دغه بريد په سختو ټکو غندلى او هغه يې يو جنايتکارانه عمل بللى دى.
همدا شان د امريکا، ملګرو ملتونو، د امنيت شورا په ګډون نړيوالې ټولنې په پراخه کچه ياد بريد په کلکو ټکو غندلى او دا يې د انسانيت پر خلاف کړنه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا يو ترهګريز بريد ياد کړى او غوښتنه يې کړې چې د دغه بريد ترسره کوونکي، مالي مرسته کوونکي او ورسره ملاتړي دې د محاکمې مېز ته راکش کړل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي: ((د ملکيانو پر وړاندې دا ډول بريدونه د منلو وړ نه دي، دا د بشري حقوقو له نړيوال قانون څخه څرګندنه سرغړونه ده.))
د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنرال ډنفورډ د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله ژوره غمرازي څرګنده کړې ده.
دغه راز د اروپايي اتحاديې استازې کترين اشټون هم ياد بريد غندلى او زياته کړې يې ده، چې په دغه بريد کې د دوى يو ډنمارکى کار کوونکى هم وژل شوى دى.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه بريد يې د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هغه بريد په بدل کې کړى، چې ملکي وګړي په کې وژل شوي وو.
تېر کال په ملي او نړیواله کچه د رسنیو له خوا د ۲۰۱۴ کال په اړه اندېښنې ډېرې زیاتې کړې وې، داسې تصور کېده چې تر پخوا به د دولت د مخالفانو بریدونه زور اخلي. خلکو دې اندېښنو ته په پام دا هيله څرګندوله چې افغان دولت به د هر ډول پېښو د مخنیوي لپاره تر پخوا لا زیات خپلې هڅې منظمې کوي.
که څه هم د ځانمرګو او غلچکیو بریدونو مهارول ګران کار دی، خو کله چې یو څوک په دې پوهېږي چې یوه ډله يې مخالفت کوي او خلک هم د وضعیت په نسبت اندېښمن وي، نو په کار وه، چې امنيتي تدابیر له هر لحاظه پیاوړي شوي وای.
بل لور ته یو شمیر د چارو کارپوهان په دې اند دي چې پر ملکي ځایونو هر ډول حمله د اندیښنې وړ او نه بخښونکې ده.
باید وویل شي چې د دولت مخالفانو له پیله تراوسه په خپلو غلچکیو او ځانمرګو بریدونو کې له بېلا بېلو تاکتیکونو کار اخستی او د افغان امنیتي ځواکونو د تدابیرو له مخې يې وخت په وخت خپل تاکتیکونه بدل کړي هم دي، امنیتي ارګانونو باید د هغوی تاکتیکونو ته په پام د پېښو د رامنځته کولو د مخنیوي لارې چارې سنجولي وای. ځکه هر تاکتیک تر تجربې وروسته د نورو تاکتیکونو د کارولو احتمال رامنځته کوي چې که چېرته دا موضوع په نظر کې ونه نیول شي، نه یوازې دا چې په ملکي کچه د تلفاتو د زیاتېدو انديښنه شته، بلکې د ځواکونو وړتیا هم تر پوښتنې لاندې راولي.
د ژمي په موسم کې زيات وخت، د دولت د مخالفانو د بریدونو کچه ټېټه وي، خو د ژمي له پايته رسېدو سره په کې زیاتوالی راځي، دې موضوع او د ۲۰۱۴ کال اندېښنو ته په پام په کار ده چې په لویه کچه افغان دولت د ټول هېواد په کچه د امنيتي تدابیرو مساله ډېره جدي وګڼي او په دې ډول حد اقل د ملکي تلفاتو د مخنيوي هڅه وکړي. دا هغه څه دي چې تر ډېره بریده کولای شي، پر امنيتي ځواکونو د خلکو ډاډ لا نور زیات کړي او خلک د خپل ځان د ژرغونې لپاره که هم وي، همکارۍ ته وهڅوي.
او له دې سره سره دولتي ځواكونو ته تر بل هروخت په كار ده چې د امنيت په ټيكاو كې خورا جدي واوسي، اوس چې د ټاكنو لپاره شاوخوا دوه نيمې مياشتې پاتي دي، نو د امنيت د لا ښه والي لپاره ډير اړتيا ليدله كيږي ترڅو نر او ښځې په ډاډه زړه د رايې اچولو لپاره تشويق شي، چې د دې پروسې په بريالي كيدو سره افغان دولت نور هم له ولس سره نيږدې كيږي او د افغانستان د دښمنانو شومې هيلې له خاورو سره خاورې كيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

