د مصر پايتخت قاهره كې تېره ورځ يوې سينما ته نږدې بمي چاودنې يو تن وژلى دى. دا په قاهره كې په همدې ورځ څلورمه بمي چاودنه وه. له دې مخكې پرون سهار درېيو بمي چاودنو لږ ترلږه پنځه تنه ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان كړل.
د مصر پايتخت قاهره كې تېره ورځ يوې سينما ته نږدې بمي چاودنې يو تن وژلى دى.
دا په قاهره كې په همدې ورځ څلورمه بمي چاودنه وه.
له دې مخكې پرون سهار درېيو بمي چاودنو لږ ترلږه پنځه تنه ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان كړل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې ماري هارف د جمعې په ورځ د مصر بمي چاودنې په كلكه وغندلې.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنو مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


