د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسده سيمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د پوليسو پر موټر د چاودنې له كبله ١٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارسدې د پوليسو مشر شفيع الله وايي، چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل ايښودل شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسده سيمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د پوليسو پر موټر د چاودنې له كبله ١٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارسدې د پوليسو مشر شفيع الله وايي، چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل ايښودل شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
د ګوهر خان په نوم يو تن سيمه ييز پوليس ويلي، په دې چاودنه کې شپږ پوليس او يو ماشوم وژل شوي او د پوليسو او عامو وګړو په ګډون ١١ تنه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ياد پوليس په سيمه کې د ګوزڼ واكسين د كار كوونكو د امنيت لپاره روان وو، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى.
په پاکستان کې د ګوزڼ يا پوليو واكسين پر کارکوونکو او ساتونکو بريدونه زيات شوي او پرون په کراچۍ ښار کې د ياد واكسين ۴ کار کوونکي وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

