ads

د ناټو پوځي چارواکي په افغانستان كې پر خپل راتلونكي ماموريت خبرې كوي

ټاکل شوې ده، چې نن او سبا په بروکسل کې د ناټو پوځي مشران د يو شمېر نورو نړيوالو موضوعاتو ترڅنګ، په افغانستان کې د خپل راتلونکي ماموريت په اړه خبرې وكړي. ټاکل شوې ده، چې نن او سبا په بروکسل کې د ناټو پوځي مشران د يو شمېر نورو نړيوالو موضوعاتو ترڅنګ، په افغانستان […]

نویسنده: TKG
2 سلواغه 1392
د ناټو پوځي چارواکي په افغانستان كې پر خپل راتلونكي ماموريت خبرې كوي

ټاکل شوې ده، چې نن او سبا په بروکسل کې د ناټو پوځي مشران د يو شمېر نورو نړيوالو موضوعاتو ترڅنګ، په افغانستان کې د خپل راتلونکي ماموريت په اړه خبرې وكړي.

ټاکل شوې ده، چې نن او سبا په بروکسل کې د ناټو پوځي مشران د يو شمېر نورو نړيوالو موضوعاتو ترڅنګ، په افغانستان کې د خپل راتلونکي ماموريت په اړه خبرې وكړي.

په دې غونډه كې به د ناټو د اته ويشتو غړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو لوى درستيزان، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان او د ناټو لوړ پوړي ملکي استازي د افغانستان پر وضعيت او د ناټو پر راتلونکي ماموريت خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموريت د روان ميلادي کال په پاى کې پاى ته رسېږي او دا سازمان غواړي، چې له هغه وروسته د دې هېواد د امنيتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ پر چارو تمرکز وکړي.

دا د ناټو د پوځي چارواکو يو سل او اويايمه غونډه ده او په داسې وخت كې جوړېږي، چې کابل او ناټو لاهم امنيتي تړون نه دى لاسليک کړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA