ads

د سوريې حکومت او لوېديځ پلوى اپوزيسيون په خپلو کې مخامخ خبرې كوي

ټاكل شوې ده، چې نن د سويس په مونتريو كې د جنيوا دوه كنفرانس پيل شي. په دې كنفرانس كې د لومړي ځل لپاره د سوريې حکومت او لوېديځ پلوى اپوزيسيون په خپلو کې مخامخ خبرې کوي او تمه کېږي، چې د ٤٠ هېوادونو استازي ټاكل شوې ده، چې نن د سويس په مونتريو كې […]

نویسنده: TKG
2 سلواغه 1392
د سوريې حکومت او لوېديځ پلوى اپوزيسيون په خپلو کې مخامخ خبرې كوي

ټاكل شوې ده، چې نن د سويس په مونتريو كې د جنيوا دوه كنفرانس پيل شي. په دې كنفرانس كې د لومړي ځل لپاره د سوريې حکومت او لوېديځ پلوى اپوزيسيون په خپلو کې مخامخ خبرې کوي او تمه کېږي، چې د ٤٠ هېوادونو استازي

ټاكل شوې ده، چې نن د سويس په مونتريو كې د جنيوا دوه كنفرانس پيل شي.

په دې كنفرانس كې د لومړي ځل لپاره د سوريې حکومت او لوېديځ پلوى اپوزيسيون په خپلو کې مخامخ خبرې کوي او تمه کېږي، چې د ٤٠ هېوادونو استازي د سوريې په اړه د سولې په دغو خبرو کې برخه واخلي.

پرون ايران او روسيې، چې دواړه د بشارالاسد د رژيم ملاتړي دي، د ملګرو ملتونو پر سرمنشي بانکي مون له دې كبله نيوكه وكړه، چې په دې خبرو کې يې د ګډون لپاره ايران ته ورکړې بلنه بېرته واخيسته.

امريكا او د سوريې د اپوزيسيون ملاتړو ويلي وو، چې ايران بايد په دې خبرو کې برخه وانه خلي، ځکه دغه هېواد د بشارالاسد د رژيم پوځي او سياسي ملاتړ کوي، خو ايران په غبرګون كې ويلي، چې دغه خبرې به ناکامه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA