ads

امريکا: له واكه د بشار الاسد لرې کېدل يوه اړتيا ده

د امريکا متحده ايالاتونه وايي، هغه زرگونه انځورونه، چې د ادعا له مخې د سوري رژيم په زندانونو کې د بنديانو ځورول او وژل ښيي، يوځلي بيا د اسد رژيم د واک پاى ته رسولو پر اړتيا ټينگار کوي. د امريکا متحده ايالاتونه وايي، هغه زرگونه انځورونه، چې د ادعا له مخې د سوري رژيم […]

نویسنده: TKG
2 سلواغه 1392
امريکا: له واكه د بشار الاسد لرې کېدل يوه اړتيا ده

د امريکا متحده ايالاتونه وايي، هغه زرگونه انځورونه، چې د ادعا له مخې د سوري رژيم په زندانونو کې د بنديانو ځورول او وژل ښيي، يوځلي بيا د اسد رژيم د واک پاى ته رسولو پر اړتيا ټينگار کوي.

د امريکا متحده ايالاتونه وايي، هغه زرگونه انځورونه، چې د ادعا له مخې د سوري رژيم په زندانونو کې د بنديانو ځورول او وژل ښيي، يوځلي بيا د اسد رژيم د واک پاى ته رسولو پر اړتيا ټينگار کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې ماري هارف ويلي، د نړيوالو پلټونکو په رپوټ کې څرگند شوي دغه انځورونه په پراخ او پرله پسې توگه سوريه کې د خلکو د حقونو تر پښولاندې کول ښيي.

په همدې حال کې سويس کې د سولې په کنفرانس کې د گډون لپاره د سوري اپوزيسيون ورغلي يوه استازي بدر جاموس د نړيوالو پلټونکو رپوټ ته په غبرگون کې ويلي، چې دوى يوازې او يوازې له واکه د اسد رژيم لرې کېدل غواړي.

دغه څرگندونې وروسته له هغه کېږي، چې له سوريې څخه تښتيدلي يوه حکومتي عکاس د خلکو د ځورولو او وژلو انځورونه بهر ته ولېږدول.

دغه انځورونه د ١١٠٠٠بنديانو جسدونه ښيي، چې په حکومتي زندانانو کې تر ځورولو وروسته په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA