د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په هر ولايت كې د راى وركونې د مركزو شمېر ته په كتو سره شل فيصده مركزونه زياتوي او په همدې هدف يې د رايې ورکولو د ۳۲۳ نويو مرکزونو لېست له امنيتي ارګانونو سره شريک كړى دى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په هر ولايت كې د راى وركونې د مركزو شمېر ته په كتو سره شل فيصده مركزونه زياتوي او په همدې هدف يې د رايې ورکولو د ۳۲۳ نويو مرکزونو لېست له امنيتي ارګانونو سره شريک كړى دى.
د دې كمېسيون وياند نور محمد نور نن كليد ته وويل، دغه پرېكړه يې وروسته له هغې وكړه، چې د مرغومي په ٢١مه د کورنيو چارو وزارت د ټاکنو د امنيتي پلان د اعلان پرمهال وويل، چې د ٦٨٤٥ مرکزونو له ډلې په ١١ ولايتونو کې د ٤١٤ مرکزونو امنيت نشي ټينګولى.
د ټاكنو د خپلواك كمېسيون وياند همدارنګه وويل، چې په ټاکنو کې د کارېدونکو حساسو موادو٩٠ فيصده يې له بهر څخه كابل ته راوړل شوي او لس فيصده نور به يې په نږدې راتلونكي كې راورسېږي.
ټاکل شوې ده، چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاكنې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

