ads

ممنون حسين د افغان حكومت ادعا رد كړه

د پاكستان جمهوررئيس ممنون حسين د افغان حكومت هغه ادعا رد کړه، چې ويلي يې دي، د کابل په وروستي بريد كې بهرنۍ استخباراتي ادارې، چې اشاره يې پاکستان ته وه، لاس لري. د پاكستان جمهوررئيس ممنون حسين د افغان حكومت هغه ادعا رد کړه، چې ويلي يې دي، د کابل په وروستي بريد كې […]

نویسنده: TKG
1 سلواغه 1392
ممنون حسين د افغان حكومت ادعا رد كړه

د پاكستان جمهوررئيس ممنون حسين د افغان حكومت هغه ادعا رد کړه، چې ويلي يې دي، د کابل په وروستي بريد كې بهرنۍ استخباراتي ادارې، چې اشاره يې پاکستان ته وه، لاس لري.

د پاكستان جمهوررئيس ممنون حسين د افغان حكومت هغه ادعا رد کړه، چې ويلي يې دي، د کابل په وروستي بريد كې بهرنۍ استخباراتي ادارې، چې اشاره يې پاکستان ته وه، لاس لري.

ممنون حسين وويل، هېواد يې د تروريزم پر وړاندې مبارزه کې جدي او د يوه سوله ييز او باثباته افغانستان غوښتونکى دى.

د هغه په وينا، دا غير عادلانه ده، چې په پاکستان کې دننه او بهر د تروريزم په وړاندې جګړه کې د دې هېواد پر ژمنو شک وشي.

وسله والو طالبانو د شنبې په شپه د كابل په وزير اكبر خان سيمه كې پر يو رسټورانټ بريد كې د پنځو ښځو په ګډون ٢١ تنه ووژل، چې ١٣ تنه يې بهرنيان وو.

پاکستان د يکشنبې په ورځ د يوه بيان په خپرولو سره دغه بريد غندلى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA