ads

شمالي وزيرستان كې ۲۵ وسله وال مخالفين وژل شوي

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې تېره شپه د پاکستاني پوځ د هوايي بمبارۍ په پايله کې لږ تر لږه ۲۵ سخت دريځي وسله وال وژل شوي او شمېر نور ټپيان دي. د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې تېره شپه د پاکستاني پوځ د هوايي […]

نویسنده: TKG
1 سلواغه 1392
شمالي وزيرستان كې ۲۵ وسله وال مخالفين وژل شوي

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې تېره شپه د پاکستاني پوځ د هوايي بمبارۍ په پايله کې لږ تر لږه ۲۵ سخت دريځي وسله وال وژل شوي او شمېر نور ټپيان دي.

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې تېره شپه د پاکستاني پوځ د هوايي بمبارۍ په پايله کې لږ تر لږه ۲۵ سخت دريځي وسله وال وژل شوي او شمېر نور ټپيان دي.

ويل کېږي، دغو بريدونو کې وژل شوي يو شمېر هغه کسان وو، چې د پېښور په قصه خوانۍ او بنو کې يې پر پاکستاني پوځ بريدونو کې لاس درلود.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، د کره استخباراتي رپوټونو له تر لاسه کېدو وروسته يې دغه عمليات ترسره كړل.

عيني شاهدان وايي، له تېرې شپې راهيسې پاكستاني جنګي الوتکې په ميرانشا او ميرعلي سيمو کې د سخت دريځو پر پټنځايونو پرله پسې بريدونه کوي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې جنګي الوتکو د ملکي خلکو پر کورونو هم بمونه غورځولي دي.

پاکستاني طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA