ads

” امنيتي سند ته همدا اوس اړتيا ده”

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخوانى امريکايي قوماندان جنرال سټينلي مک کريسټل، چې ٣٤ کاله يې په پوځ کې خدمت کړى وايي، افغانستان او امريکا دې ته اړتيا لري، چې په خپلو کې هر څومره ژر چې ممکنه وي، امنيتي سند لاسليک کړي.     په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخوانى امريکايي قوماندان […]

نویسنده: TKG
1 سلواغه 1392
” امنيتي سند ته همدا اوس اړتيا ده”

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخوانى امريکايي قوماندان جنرال سټينلي مک کريسټل، چې ٣٤ کاله يې په پوځ کې خدمت کړى وايي، افغانستان او امريکا دې ته اړتيا لري، چې په خپلو کې هر څومره ژر چې ممکنه وي، امنيتي سند لاسليک کړي.

 

 

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخوانى امريکايي قوماندان جنرال سټينلي مک کريسټل، چې ٣٤ کاله يې په پوځ کې خدمت کړى وايي، افغانستان او امريکا دې ته اړتيا لري، چې په خپلو کې هر څومره ژر چې ممکنه وي، امنيتي سند لاسليک کړي.

د هغه په وينا، دغه سند به افغانانو ته د دوى د راتلونکي لپاره ډاډ په برخه کړي.

نوموړي تېره ورځ د امريکا يوه ټلويزيون ته وويل، د راتلونکي لپاره بې باوري شته او دوى دې ته اړتيا لري، چې افغانانو ته وضاحت ورکړي، خو په وينا يې، د هېواد پوځ يې د باور جوړولو لپاره کافي کار نه دى کړى.

امريکا او نور متحد هېوادونه يې له افغان دولت څخه غواړي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند ژر تر ژره لاسليک کړي، خو جمهوررئيس حامد کرزى وايي دغه سند به تر هغې لاسليك نه كړي، چې امريکا د افغانستان شرطونه ونه مني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA