ads

د پاكستان راولپنډۍ کې ځانمرګي بريد ۱۴ تنه ووژل

د پاكستان په راولپنډۍ كې نن سهار يوه ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي، چې اته يې ملکي وګړي او پاتې نور يې پوځيان دي. پاکستاني پوليس وايي، دا بريد د پاکستان د پوځ قوماندانۍ ته نږدې په يوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې شوى، چې له كبله يې يو […]

نویسنده: TKG
30 مرغومی 1392
د پاكستان راولپنډۍ کې ځانمرګي بريد ۱۴ تنه ووژل

د پاكستان په راولپنډۍ كې نن سهار يوه ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي، چې اته يې ملکي وګړي او پاتې نور يې پوځيان دي. پاکستاني پوليس وايي، دا بريد د پاکستان د پوځ قوماندانۍ ته نږدې په يوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې شوى، چې له كبله يې يو شمېر كسان ټپيان شوي

د پاكستان په راولپنډۍ كې نن سهار يوه ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي، چې اته يې ملکي وګړي او پاتې نور يې پوځيان دي.

پاکستاني پوليس وايي، دا بريد د پاکستان د پوځ قوماندانۍ ته نږدې په يوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې شوى، چې له كبله يې يو شمېر كسان ټپيان شوي هم دي.

د دوى په وينا، ځانمرګى بريدكوونكى پر سايکل سپور و او د پوليسو او پوځ يوې ګډې پوستې ته څېرمه يې نن سهار ځان پورې تړلي بارود وچوول.

پاكستاني طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.

پرون د طالبانو لخوا په شمالي وزيرستان کې شوې بمي چاودنه کې ۲۲ پاکستاني سرتېري ووژل شول او ۳۰ نور ټپيان شول.

د پرونۍ پېښې له كبله د پاكستان لومړي وزير نواز شريف په دووس ښار کې په يوه اقتصادي نړيواله غونډه کې د ګډون لپاره سويس ته خپل سفر لغوه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA