د ملګرو ملتونو د كډوالو عالي كمېشنري UNHCR وايي، چې د نورو کلونو په پرتله په ٢٠١٣ميلادي کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته د راجستر شويو افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ کمزورې وه.
د ملګرو ملتونو د كډوالو عالي كمېشنري UNHCR وايي، چې د نورو کلونو په پرتله په ٢٠١٣ميلادي کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته د راجستر شويو افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ کمزورې وه.
په اسلام اباد کې د يو اېن اېچ سي آر ويانده دنيا اسلم وايي، چې په ٢٠١٣ميلادي کال کې نژدې ٣١ زره راجستر شوي افغان کډوال، چې ډېرى برخه يې له خيبر پښتونخوا ايالت څخه ده، هېواد ته ستانه شوي دي، په داسې حال كې، چې په ٢٠١٢ کال کې نژدې پنځوس زره افغان کډوال بېرته ستانه شوي وو.
په خيبر پښتونخوا ايالت كې د افغان كډوالو د چارو مرستيال عبدالحميد جليلي وايي، چې په ٢٠١٣ کال کې د ځينو بهرنيو رسنيو لخوا د ٢٠١٤ کال په اړه منفي تبليغاتو د افغان کډوالو پر ستنېدو اغېز کړى دى.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ په ٢٠٠٢ کال كې پيل شوې او د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمېشنرۍ په وينا، اوسمهال په پاکستان کې ١٦ لکه راجستر شوي افغان کډوال پاتې دي، چې ډېرى يې ددې هېواد په خيبر پښتونخوا ايالت کې دېره دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

