ads

” په افغانستان کې به پر وروستي بريد سربېره کار ته دوام ورکړو”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د شنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې پر هغه وروستي بريد سربېره کار ته دوام ورکړي، چې په کې د دې سازمان څلور تنه كار كوونكي هم ووژل شول. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د شنبې په ورځ ژمنه وکړه، […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1392
” په افغانستان کې به پر وروستي بريد سربېره کار ته دوام ورکړو”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د شنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې پر هغه وروستي بريد سربېره کار ته دوام ورکړي، چې په کې د دې سازمان څلور تنه كار كوونكي هم ووژل شول.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د شنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې پر هغه وروستي بريد سربېره کار ته دوام ورکړي، چې په کې د دې سازمان څلور تنه كار كوونكي هم ووژل شول.

د ملګرو ملتونو څلور تنه كار كوونكي د هغو ديارلس بهرنيانو او اتو افغانانو په ډله کې وو، چې وړمه شپه په کابل کې پر يو ريسټورانټ بريد کې ووژل شول.

په داسې حال کې، چې بانكي دا بريد وغانده، خو ويې ويل، چې د ملګرو ملتونو اداره به په کابل کې له خپل کار څخه لاس په سر نه شي، چيرې دا سازمان ټاكنې او له دې هېواده د نړيوالو ځواکونو وتل تنظيموي.

په عين حال كې سپينې ماڼۍ هم ياد بريد په كلكه غندلى او له وسله والو طالبانو يې غوښتي دي، چې له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې اترې پيل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA