ads

د ټاکنو پرمهال به؛ د ۹۳ فیصده مراکزو امنیت خوندي وي

د ټاکنو د امنیت په اړه لاهم اندېښنې موجودې دي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې ښايي ۴۱۴ مرکزونه د وسله والو ډلو له ګواښ سره مخامخ وي. د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره ټول ټال ۶۸۴۵ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي. د ۲۰۰۹ میلادي کال […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1392
د ټاکنو پرمهال به؛  د ۹۳ فیصده مراکزو امنیت خوندي وي

د ټاکنو د امنیت په اړه لاهم اندېښنې موجودې دي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې ښايي ۴۱۴ مرکزونه د وسله والو ډلو له ګواښ سره مخامخ وي. د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره ټول ټال ۶۸۴۵ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي. د ۲۰۰۹ میلادي کال په انتخاباتو

د ټاکنو د امنیت په اړه لاهم اندېښنې موجودې دي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې ښايي ۴۱۴ مرکزونه د وسله والو ډلو له ګواښ سره مخامخ وي.

د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره ټول ټال ۶۸۴۵ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي. د ۲۰۰۹ میلادي کال په انتخاباتو کې ۱۰۰۰ مرکزونه ناامنه وو.

د ډاډمنو ټاكنو د ترسره کېدو په هدف د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د ملي امنیت له استازو جوړ شوی ګډ کمیسيون وايي چې امنيتي ځواكونه په تېرو۶ میاشتو کې د پوځي عملیاتو په نتيجه کې توانیدلي چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي: (( اوس په ټول افغانستان كې د ۶۸۴۵ مرکزونو له جملې چې د ټاکنو کمسيون په نښه کړي وو د ۶۴۳۱ مرکزونو يعنې ۹۳ فيصده امنيت په بشپړ ډول نيول کېږي، خو ځينې مركزونه ښايي فعال نه وي.))

صدیقي د دغو غير فعال پاتې كېدونكو مرکزونو ځای ځایګی نه دى په ډاګه كړى چې په کومو ولایتونو او ولسوالیو کې دي؟ خو وايي په راتلونکو ۳ میاشتو کې به هڅه وکړي چې له ګواښونو سره د مخ كېدونكو مرکزونو امنیت هم خوندی کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ټاکنو خپلواک کمسیون، عام خلک او کتونکي لا هم د ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنه لري او وايي، امنيتي ځواكونه بايد د ټاكنو پر وړاندې پرتې ستونزې جدي ونيسي او پر وړاندې يې كوټلي ګامونه پورته كړي. د كورنيو چارو وزارت له خپاره كړي راپور وروسته د ټاكنو خپلواک كمسيون ویاند نورمحمد نور لا دا هم وويل چې له څلورو تر اوو داسې ولسوالۍ هم شته چې هلته امنیت ډاډمن نه دی.

د سیمې او مراکزو امنیت

عام خلک او څارونکي كه څه هم د كورنيو چارو وزارت لخوا د ډاډمنو انتخاباتي مركزونو په اړه هيله من دي، خو اكثره يې په دې باور  هم دي چې د ټاكنو د مركزونو تر امنيت د مخه د سيمې د امنيت ټینګښت مهم دى، څو خلک د ټاکنو مراکزو ته د تګ پرمهال خوندي رایې وکاروي.

د ننګرهار ولایت اوسيدونكى او مدني فعال سليمان خپلواك همدې اندېښنې په مخه کړی، نوموړی وايي، خلك توقع لري چې امنيتي ارګانونه هر ډول ګواښونه له منځه يوسي او د ازادانه ټاكنو لپاره لاره اواره كړي: (( دوى وايي يوازې ۴۱۴ مراكز له ګواښ سره مخ دي، خو زه په دې باور يم چې تر دې څو چنده زيات مراكز به بند پاتې كېداى شي، د يوې مخالفې ډلې حزب اسلامي د مشر دريځ اميد بښونكى خلک یې په ټاکنو برخه اخستو ته هڅولي دى، خو د جګړې د شدت امكان هم راكم شوى نه دى. كه د انتخاباتي مركز امنيت نيول شوى او مركز ته ورغلې لاره د وسله والو په لاس كې وي، سل په سلو كې ناكامې ټاكنې به ولرو، نو د دې لپاره بايد سر له اوسه پراخ او سخت عمليات وشي او خلك په خپل امنيت ډاډه شي.))

خپلواك وړاندې وايي: ((امنيتي حالات ځكه اندېښمنوونكي دي چې كه همدا اوس د جلال اباد او نورو ولايتونو وضعيت ته ځير شوو، نو يوازې له ښار او دوه درې ولسواليو پرته بل هيڅ سيمه د ټاكنو لپاره امنه نه ده، زه باور لرم كه وضعيت دوام وكړي او ايله ټاكنو ته د څو ورځو په پاتې كېدو كنټرول شي، نو خلك به په ټاكنو كې برخه وانخلي، ځكه دوى به له ټاكنو وروسته د هغو وسله والو له ګواښونو خامخا وېره ولري چې دوى ته يې په ټاكنو كې د نه ګډون اعلانونه، اخطارونه او د كورونو مخ ته شبنامې پرېږدي.))

په ملي ځواکونو باور

پوځي کارپوهان بیا د ټاکنو د امنیت د خوندي کولو په برخه کې د امنیتي ځواکونو پر ظرفیت باوري ښکاري.

نظامي كارپوه جنرال رحمت الله رووفي په همدې عقیده دی. نوموړی د ټاكنو د امنیت د خوندي کولو لپاره د ملي ځواكونو پرمختګ او هڅې ښې ارزوي. هغه وايي، كه امنيتي ځواكونه په ډېر كم وخت كې د كونړ مرګونې چپه دره تر كنټرول لاندې راوستى شي، نو په كم وخت كې به د ټول هېواد وضعيت هم اسانه كنټرول كړاى شي.

رووفي پر امنيتي ځواكونو دا غږ هم كوي چې د ټاكنو د مركزونو لپاره بايد مؤقتي امنيتي اقدامات نه، بلكې اوږدمهاله كار وكړي، څو خلك په ډاډه زړه د رايې اچونې مركزونو ته ولاړ شي: (( زه اميدوار يم چې امنيتي ځواكونه به تاكتيكي اقدامات او پلانونه عملي كړي، له دوى مې هيله ده چې خپل عمليات يوازې د ډاډمنو ټاكنو په هدف نه، بلكې د تلپاتي او سراسري امنيت لپاره منسجم كړي، كله چې امنيتي وضعه د دوام له هيلي سره مله وي، نو خلك كولى شي، له وېرې پرته د خپل سرنوشت د ټاكلو لپاره انتخاباتي مركزونو ته ولاړ شي او رایې وکاروي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA