د سوريې ملي ايتلاف بالاخره د شنبې په ورځ په دې سلا شو، چې د سوريې په اړه په هغه نړيوال کنفرانس کې برخه واخلي، چې څو ورځې وروسته په جينوا کې جوړېږي.
د سوريې ملي ايتلاف بالاخره د شنبې په ورځ په دې سلا شو، چې د سوريې په اړه په هغه نړيوال کنفرانس کې برخه واخلي، چې څو ورځې وروسته په جينوا کې جوړېږي.
په دې اړه د ملي ايتلاف په نوم د سوريې د اپوزيسيون ډلو په استانبول کې په يوه غونډه کې د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه.
د سوريې حکومت لا دمخه په دې غونډه کې ګډون تاييد کړى دى.
د سوريې په اړه دې کنفرانس ته د جينوا دوه نوم ورکړل شوى دى او ټاکل شوې، چې د چهارشنبې په ورځ پيل شي.
په سوريه کې د يو انتقالي حکومت د رامنځ ته کېدو لارې چارې لټول د دې کنفرانس هدف ښودل شوى، څو په دې هېواد کې هغه خونړۍ شخړه پاى ته ورسوي، چې د ۲۰۱۱ کال له مارچ مياشتې راهيسې يې په ترڅ كې ۱۳۰ زره کسان وژل شوي او ميليونونه نور بې کوره شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

