ads

بنو كې چاودنې ۵۰ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو سيمه كې نن سهار شاوخوا نهه بجې يوې درنې بمي چاودنې لږ تر لږه شل امنيتي سرتېري وژلي او دېرش نور يې ټپيان كړي دي. د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو سيمه كې نن سهار شاوخوا نهه بجې يوې درنې بمي چاودنې لږ تر لږه […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1392

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو سيمه كې نن سهار شاوخوا نهه بجې يوې درنې بمي چاودنې لږ تر لږه شل امنيتي سرتېري وژلي او دېرش نور يې ټپيان كړي دي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو سيمه كې نن سهار شاوخوا نهه بجې يوې درنې بمي چاودنې لږ تر لږه شل امنيتي سرتېري وژلي او دېرش نور يې ټپيان كړي دي.

رپوټونه وايي، چاودنه د بنو په پوځي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د امنيتي ځواکونو يو کاروان شمالي وزيرستان ته د تلو په حال کې و.

امنيتي ځواكونه وايي، چې چاودېدونکي توكي په يوه موټر کې ايښودل شوي وو، چې نيمه پوځي ځواک يا (اېف سي ) په کرايه راوستى و.

له دې مخکې ويل شوي و، چې دا يو ځانمرګى بريد و.

د بريد مسووليت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA