رسنیو د ټولنې د ستونزو په رابرسېره کولو کې، په تېرو دولسو کلونو کې، اساسي نقش لوبولی، خو حکومت يې د حل لارو په موندلو کې لا هم ټکنی دی.
تیره اوونۍ جمهوررئيس حامد کرزي په خپلې راډيويي وينا كې پر نشه يي توکو د ماشومانو اخته کول، د اسلام او بشري حقونو ضد عمل وباله.
رسنیو د ټولنې د ستونزو په رابرسېره کولو کې، په تېرو دولسو کلونو کې، اساسي نقش لوبولی، خو حکومت يې د حل لارو په موندلو کې لا هم ټکنی دی.
تیره اوونۍ جمهوررئيس حامد کرزي په خپلې راډيويي وينا كې پر نشه يي توکو د ماشومانو اخته کول، د اسلام او بشري حقونو ضد عمل وباله.
هغه وويل، د دغه کار زيان نه يوازې ځينو کورنيو ته رسېږي، بلکې ټول هېواد له بشري ناورين سره مخ کوي او د هېواد مټې په کوچينوالي کې معيوبوي.
د هغه په وينا، ځينو رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړي چې سوالګر بازارونو ته وځي او خپلو ماشومانو ته ترياک ورکوي، چې پيسې پرې راټولې کړي او ځينې کسان خپل ماشومان نورو ته په کرايه ورکوي.
جمهوررئيس کرزي زياته کړه، هغه کسان، چې د هېواد ماشومان د پيسو ګټلو لپاره پر نشه اخته کوي او ګدايي ته يې هڅوي، باید قانوني مراجعو ته معرفي شي.
يوه اونۍ وړاندې د ازادو رسنيو مشارکت، چې له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى، يو رپوټ خپور كړ، چې په كې راغلي، په کابل ښار کې ځينې سوالګر ماشومان په کرايه اخلي او بيا ترياک پرې خوري، چې د سوالګرۍ پر مهال ارام وي.
د دې تحقیقي راپور خپریدل دا په ګوته کوي چې زموږ د هیواد د ټولنیزو ستونزو یوې مهمې برخې ته پاملرنه شوې او ګزارشګر په ډیره ښه توګه د ټولنې یو دردونکی واقعیت په هر اړخیز ډول را برسیره کړی دی. دا راپور چې د کنسرسیوم یا ازادو رسنيو مشارکت د یوه غړي کلید ګروپ د یوې رپورټرې کرشمه فخري په وسیله جوړ شوی، ډیر په زړه پورې دی. که څه هم دا راپور مکمل خپور شوی، خو دلته یې ځینې مهمې برخې را اخلو چې حتی د هیواد د جمهور رییس پام یې هم ور اړولی دی: راپور لیکي، چې په کابل کې د سوالګرو ډېروالى په يوه پېچلې ټولنيزه ستونزه بدل شوى او په دغه کار کې د ماشومانو کارونې د دې ستونزې شوم سيورى نور هم پراخ کړى او اندېښنې يې راولاړې کړې دي. راپور سربیره پر دې له ماشومانو څخه د وسيلې په توګه کار اخيستل هم په ګوته کوي او د یوې یو څلویښت کلنې میرمنې له خولې چې ځان د فریبا په نوم معرفی کوي او د کابل ښار د لومړۍ ناحيې د ګذر قاضي سيمې اوسېدونکې ده کاږي:
“له تېرو ١٢ کلونو راهيسې په کابل کې سوالګري کوم او د سوالګرۍ پر مهال خپلو اولادونو ته نشه يي توکي ورکوم.” هغې زياته کړه، چې له دې لارې هره ورځ ٣٠٠ افغانۍ عايد لري.
فريبا چې خپله هم په نشه يي توکو روږدې ده، وايي: ((مخکې له دې چې د سوالګرۍ لپاره سړکونو ته ووځم، خپلو ماشومانو ته د دې لپاره د نيم نخود په اندازه ترياک ورکوم چې ويده شي، خو خپله يې په ګاز دودوم؛ هغوى هم د ساعتونو لپاره ويده وي، کله يې د ويښولو لپاره پر مخ اوبه اچوم او يا يې ورڅښم؛ کله په عادي حالت کې بيداريږي او کله يې بيا خوا ګرځي.)) د فريبا د دغه عمل دوام د هغې اولادونه هم په نشه يي توکو روږدي کړي دي.
هغې زياته کړه: “کومه ورځ مې چې اولادونو ته ترياک ونه رسېږي، نو ژاړي، خوب نه ورځي، خپل سر په څپېړو وهي او وايي چې پښې او لاسونه يې درد کوي، خو بيا چې ترياک ورکړم، نو په ارامۍ سره يې خوب وړي.”
فريبا د سوالګرو ښځو د هغې ١٥ کسيزې ډلې غړې ده، چې په وينا يې ټولو واټونو ته په ځانګړي ډول باغ قاضي ته د سوالګرۍ لپاره ځي او ماشومانو ته يې ترياک ورکوي.
دا ده زموږ د ټولنې د ستونزو، دردونو او کړاوونو یوه څنډه چې په سلهاوو داسې نورې بدمرغۍ هم زموږ د هیوادوالو په برخه دي چې رابرسیره کول او د چارواکو غوږونو ته رسول یې بیا د رسنیو دنده ده، که څه هم ښاغلي کرزي اعتراف وکړ چې د هغه ارګ ته نږدې خلک په څه حال کې ژوند کوي او دا هر څه يې په مستند ډول په رسنیو کې لوستي دي، خو هیڅکله هم لوړپوړو دولتي چارواکو د خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره اساسي چاره نه ده سنجولې او له همدې کبله د خلکو ستونزې ورځ تربلې زیاتېږي.
کلید ګروپ هڅه کړې او تر دې وروسته هم هڅه کوي چې د ټولنې د خلکو اساسي ستونزې او ننګونې تر پوښښ لاندې ونیسي، ګوندې لوړپوړي دولتي چارواکي د خپل ولس او ټولنې په وړاندې د جدي مسوولیت احساس وکړي او د ستونزو جدي حل لاره وموندل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

