نږدې راتلونكي كې به په واشنګټن کې د امريکا او پاکستان د لوړ پوړو چارواكو ترمنځ د افغانستان په اړه خبرې وشي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين ساکي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو د سلاکار سرتاج عزيز او
نږدې راتلونكي كې به په واشنګټن کې د امريکا او پاکستان د لوړ پوړو چارواكو ترمنځ د افغانستان په اړه خبرې وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين ساکي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو د سلاکار سرتاج عزيز او جان کيري تر منځ دغه ليدنه به د راروانې سلواغې په ٧مه په واشنګټن کې ترسره شي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې به د امريکا او پاکستان تر منځ پر ستراتيژيکو اړيکو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشي.
مېرمن ساکي وويل، چې واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف تر سفر وروسته دا په لوړه کچه لومړۍ ليدنه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.
د نوموړې په وينا، له نوازشريف سره د ليدنو پر مهال ژمنه شوې وه، چې دواړه هېوادونه به د يوه با ثبات او سوله ييز افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.
د کيري او سرتاج عزيز تر منځ په دې ليدنه کې داسې مهال د افغانستان د سولې، امنيت اوثبات په اړه خبرې كېږي چې افغان حكومت په افغانستان كې د امريكا د رښتينو هڅو په بدل كې د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليك ژمنه كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

