د پکتيا اوسېدونکي راتلونکې ټاکنې د حالاتو بدلوونکې بولي او وايي چې د همدې ټاکنو پر اساس به په افغانستان کې مثبت بدلون راځي. دوی وايي، يوازې دا نه چې د دې ټاکنو په اساس به د واک لېږد له يوه جمهور رئيس څخه بل ته کېږي او په ولايتي شوراګانو کې به بدلون راځي، بلکې د
د پکتيا اوسېدونکي راتلونکې ټاکنې د حالاتو بدلوونکې بولي او وايي چې د همدې ټاکنو پر اساس به په افغانستان کې مثبت بدلون راځي.
دوی وايي، يوازې دا نه چې د دې ټاکنو په اساس به د واک لېږد له يوه جمهور رئيس څخه بل ته کېږي او په ولايتي شوراګانو کې به بدلون راځي، بلکې د خلکو په ژوند کې به هم لوی بدلون راشي او د يو رښتيني ولسواک نظام بنسټ به د همدې ټاکنو پر اساس کېښودل شي.
د پکتیا اوسېدونکي وايي، دا وخت اکثريت افغانان د ټاکنو په ارزښت او د دې پروسې د ترسره کېدو په چارو بلد شوي او په دې پوهېږي چې د ټاکنو له لارې به رښتينی ولسواکی نظام جوړېږي.
د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد ايمل ښمر وايي، خلک دا وخت د ټاکنو له پروسې سره بلد شوي دي او دوی کولای شي چې د خپلو رايو پر مټ خپل وړ زعيم وټاکي.
ښمر همداراز زياتوي: (( د پخوا په پرتله د خلکو په ذهنونو کې بدلون راغلی او دوی په دې پوهېږي چې راتلونکې ټاکنې څومره ارزښتمنې او برخليک ټاکونکې دي.))
فريد احمدزی چې يو مدني فعال دی وايي چې راتلونکې ټاکنې به د دوى په ژوند او هېواد کې مثبت بدلون راولي:(( مهمه خبره دا ده چې په تېرو دولسو کلونو كې خلك د ولسواک نظام په ارزښت پوهېدلي دي.))
د پکتيا اوسېدونکي له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د ټاکنو په پروسه کې د ملي روحيې په اساس ګډون وکړي.
دوی غواړي چې ټول هېوادوال د راتلونکو ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په پروګرامونو، په ټاکنو کې د شفافيت او دې پروسې ته د ملي احساس له مخې کار کولو کې د زړه له تله هلې ځلې وکړي.
عزيزالله چې د پکتيا پوهنتون محصل دی وايي، په راتلونکو ټاکنو کې بايد خلک د ملي احساس او ملي روحيې په اساس ګډون وکړي، پراخ ګډون او د ملي ګټو په نظر کې نيولو سره نوماندانو ته رايې به زموږ په هيواد کې مثبت تغیيرات راولي.
رفيق سبا چې د پکتيا يو بل اوسېدونکی دی، راتلونکې ټاکنې خورا ارزښتمنې ګڼي: (( له هېوادوالو مې غوښتنه دا ده چې په دې ټاکنو کې د ملي احساس او روحيې په اساس برخه واخلي، ځکه د همدې ټاکنو په اساس به زموږ په هېواد کې يو ولسواک نظام رامنځ ته کېږي.))
نوموړی وړاندې وايي: ((په ټاکنو کې بايد د زورواکو، قوميانو او شتمنو نوماندانو خيال ونه ساتل شي، هر څوک بايد د ملي احساس له مخې رايه وکاروي او هغه چا ته رايه ورکړي چې لاسونه يې د ملت په وينو لړلي نه وي او دې هېواد ته ژمن وي.))
په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کمسيون د دفتر مسوولين وايي، د تېر په پرتله په دې ولايت کې د ټاکنو په باره کې د خلکو نظر بدل شوی او ډېر خلک د ټاکنو په ارزښت پوهېدلي دي.
د دې دفتر د عامه پوهاوي د څانګې مسوول شېرعلي فيضي وايي: (( د ټاکنو په اړه جوړيو شويو پروګرامونو کې د خلکو ګډون او د نوم ليکنې پروسه د ولسي خلکو د لېوالتيا ښکارندويي کوي او په پکتيا کې دا ځل څه د پاسه ۶۹۰۰۰ کسانو نوم ليکنه کړې چې په دې کې ۴۵٪ ښځې او پاتې نارينه دي.))
فيضي همداراز زياتوي: (( د ټاکنو په پروسه کې له موږ سره ولسي خلک، ديني عالمان، د مدني ټولنو استازي او حکومتي چارواکي بشپړه همکاري کوي، حالاتو ته په کتو په راتلونکو ټاکنو کې به خلک پراخ ګډون وکړي.))
په پکتيا کې د ولايتي شورا د پنځلس څوکيو لپاره شپږ شپېته کسانو ځانونه نومولي چې په دې کې يې پنځه ښځې او پاتې نارينه دي.
د دې ولايت اوسېدونکي په دې خاطر هم راتلونکو ټاکنو ته هيله من برېښي چې د جمهور رئيس د بدلون تر څنګ د ولايتي شورا د غړيو بدلون ورته خورا پام وړ مسئله بلل کېږي.
د پکتيا اوسېدونکي په داسې حال کې د ۱۳۹۳ لمريز کال د ټولټاکنو په اړه ليواله برېښي چې په دې ولايت کې لا هم د ټاکنو په بهير کې ترينګلی امنيت تر ګردو لويه ستونزه بلل کېږي.
که څه هم حکومتي چارواکي او د ټاکنو د خپلواک کمسیون مسوولين د دې پروسې د ښه تر سره کېدو خبره کوي، خو خلک خپله اندېښنه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

