ads

۲۰۱۴؛ د مدڼي ټولنو او رسنیو غښتلي کول

د انتقال دورې په پای کې به جګړه وي او که سوله؟ که څه هم د دې پوښتنې ځوابول سخت دي، خو ډېری وايي چې دا په باندینو( امریکا، پاکستان، ایران، هند او وسله والو) پورې تړلې ده. د انتقال دورې په پای کې به جګړه وي او که سوله؟ که څه هم د دې […]

نویسنده: TKG
24 مرغومی 1392
۲۰۱۴؛ د مدڼي ټولنو او رسنیو غښتلي کول

د انتقال دورې په پای کې به جګړه وي او که سوله؟ که څه هم د دې پوښتنې ځوابول سخت دي، خو ډېری وايي چې دا په باندینو( امریکا، پاکستان، ایران، هند او وسله والو) پورې تړلې ده.

د انتقال دورې په پای کې به جګړه وي او که سوله؟ که څه هم د دې پوښتنې ځوابول سخت دي، خو ډېری وايي چې دا په باندینو( امریکا، پاکستان، ایران، هند او وسله والو) پورې تړلې ده.

ناټو او امریکايي ځواکونه به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي، څو هغه جګړه ورباندې مخته یوسي چې له دوی په ميراث پاتې کېږي. خو دا واقعیت له پامه غورځوي چې د مخدره توکو اقتصاد چې ګټه یې د نشه يي توکو قوي مافیا ته رسېږي، د پراختیا په حال کې دی او داسې حکومت نشته چې دا جګړه رهبري کړي.

موږ ټول په دې پوهېږو، که یوه ډله جنګیالي په بله نظامي ډله برلاسي مومي، نو جګړه ورسره پای ته نه رسېږي. اوس که څه هم چې د باور وړ رهبري نشته او راتلونکې تته او تیاره برېښي، خو په دې مو بايد سر خلاص وي چې دا د سیاست وخت دی.

دا چې په داسې یو حالت کې د افغانستان مدني ټولنې څه رول لري؟ نو دا هم ښكاره ده چې په تېرو ۱۲ کلونو کې داسې وسیلو چې د یوې مدني ټولنې د غوړېدو لپاره یې مخکښ رول لرلی، پراختیا موندلې ده. له دې سره جوخت نادولتي موسسې او رسنۍ هم ډېرې شوې دي.

دم ګړۍ سلګونه مدني بنسټونه، سلګونه راډیوګانې، ټلویزیونونه، ورځپانې، ویبپاڼې او یوه نوې پدیده؛ ټولنیزه شبکه یا فیسبوک بلل کېږي چې خورا قدرتمنده هم ده. خو ليدل كېږي چې د دې هر څه لپاره داسې انتقادي تفکر ته اړتیا ده چې دا بالقوه ځواک پر یو واقعیت واړوي، څو خپله  رهبري وښیي او د داسې با ثباته  دولت لپاره غږ پورته کړي چې د ټولو افغانانو په خدمت کې وي.

په دې لاره پرتو ټولو مواردو کې د ځواک جوړولو د پالیسیو تعریف او په اغېزناکه توګه د دې موضوع د محتویاتو ابلاغول د سولې ډموکراسۍ او شتمنۍ زړه بلل کېږي.

په دې منځ کې رسنۍ نه یوازې باید د روبنا لپاره غږ پورته کړي، بلکې خلک او مدني ټولنې دا توقع لري چې رسنۍ باید نظارت وكړي، د دې تر څنګ د عامه دیالوګ او نظریاتو رسولو لپاره هم لاره اواره کړي. مدني ټولنې باید له خ‍پلو حوزو سره په اړيكه كې واوسي او دوی باید د هغو موسسو د قوت سرچینه وي چې دا ډول فعالیت كوي او اجتماعي- سیاسي قوت جوړوي.

د ۲۰۰۲ کال په پیل کې رسنیو وجود نه درلود. په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې نړیوالې ټولنې په ملیونونو ډالر د رسنیو په ایجادولو او د ژورنالستانو په روزلو ولګول، څو دوى د مسلکي سټنډرډونو په كارولو د خدمت جوګه وګرځي.

له دې سره په خوا كې ملي، محلي راډيوګانې، تجارتي او غیر انتفاعي ګوندي رسنۍ   را منځته شوې، د جګړې په زياتېدو ايساف هم د پي ار ټي ګانو په چوكاټ كې راډيويي شبكې پرانستې، خو اوس ليدل كېږي چې د پي ار ټي ولايتي دفترونه تړل شوي او پاتې رسنۍ هم په داسې يو هېواد كې چې رسنيو ته د اعلان وركولو كلچر په كې  ډېر عام نه دى، د مالي ستونزو له كبله سقوط كوي.

په دې كار سره هغه څه پېښ شوي او روان دي چې عموما د جګړې پر مهال رامنځته كېږي او هغه د امريكا او ناټو تبليغات، د وسله والو مخالفينو تبليغات او په دې وروستيو كې د افغان حكومت تبليغات دي. په دې منځ كې كه يو ځوان خبريال يا رسنۍ په دقیقه توګه د افغانستان د حالاتو يا واقعيتونو راسپړلو هڅه كوي، نو يا وژل كېږي او يا هم ګواښل كېږي. خو په حقيقت كې داسی یو قانون نشته، څو هغو معلوماتو ته يا حكومتي پرېكړو ته لاسرسى اسانه كړي چې نېك او بد اثر يې په ټولو افغانانو پرېوځي.

كه څه هم د ۸۰مې او ۹۰ مې لسيزې په نسبت اوسنيو رامنځته شويو نادولتي موسسو د نړيوالې ټولنې له رامنځته كړيو فرصتونو استفاده كړې او د افغانستان د نوي واقعيت په اړه يې ځواكمن تبليغات كړي دي.

ملګري نه رقیبان

له دې وروسته هغه ډلې چې د بودجې پيداكولو په لټه كې دي، ښايي ډېرې ژر وركې شي، ځكه له كله راهیسې چې د ناټو هېوادونو اجنډاوې په رابدلېدو شوې، نو د هغو منابعو دروازې هم ورسره راوتړل شوې چې د دوى په خدمت كې وې. دوى ته د بودجې د وركړې موضوع په دې ډلو كې منفي رقابتونو ته لمن ووهله، دوى ته بايد د هماهنګو پالېسيو د اجرا په صورت كې بودجه وركړل شوې واى، نه د يو نهايي هدف لپاره. خو په هر صورت د دې واقعیت په مثبت اړخ کې مستقلې رسنۍ بيا د دې لپاره يو ګام وړاندې ولاړې چې د افغانستان حالات له مدني ټولنو سره د خپلو كره معلوماتو، منابعو، يعنې خبرونو او نظریاتو له لاری تر پوښښ لاندی راولي.

د ۲۰۱۲ میلادي کال د مارچ په میاشت کې کلید ګروپ، پژواک خبري اژانس، هشت صبح ورځپاڼې، سبا ټلويزيون او نوا راډیو د همدغه ډول یوې مطبوعاتي پالېسۍ پر بنسټ د مستقلو رسنیو کنسرسیوم جوړ کړ، څو د یوې بالقوه بې سارې توسعې استازیتوب وكړي.

دا رسنۍ او مدني ټولنې اوس په دې هڅه کې دي چې په بالقوه توګه يوه ځواکمنه همکاري رامنځته کړي، که څه هم هغوی اوس په دې کمزوري دي چې هر یو یې د یو ژور او نوي تفکر په اساس د خپل رول په لوبولو او د ارتباط په تفهیمولو کې پاتې دي. د داسې اجتماعي مسوولیت تر سره کول به د هغې هیلې او رهبرۍ ځواب ووایي چې ډېر یې دعوه کوي.

د افغانستان ځوان قشر چې د افغانستان د نفوس  ۶۵  فيصدي جوړوي، باید پوه شي، داسې افغانان شته چې منازعې په سوله ييز ډول حل کوي، له فساد سره جنګېږي، د مناسب عدالت غوښتنه کوي، د پراختیا او انکشاف څارنه کوي، شفافیت او معلوماتو ته د لاسرسي تقاضا لري، د هېواد د بډاینې سروې کوي، د مساوي فرصتونو لپاره د هلو ځلو تر څنګ د بشري حقونو درناوی کوي.

په ملیونونو نور ځوانان هم باید دا احساس ولري چې د هر یو لپاره په یوه مدني ټولنه کې ځای شته، څو دى په كې د داسې یو ستر كركټر او غږ  په توګه را څرګند شي چې هر راتلونکی حکومت یې باید واوري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA