ads

د دخانیاتو ضد قانون پاس شو؛ د سګرېټو څکول پرېږدئ!

د عامې روغتیا وزارت له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوله چې په سرپټو ځایونو، لکه رسټورانټونو، هوټلونو او دولتي دفترونو کې د سګریټو پر څکولو بندیز ولګوي، خو دا بندیز تر اوسه عملي نشو. په یوه تازه اقدام کې ولسي جرګې تېره اوونۍ په ۱۰۱ موافقو رايو پرېكړه وكړه چې له دې وروسته بايد […]

نویسنده: TKG
24 مرغومی 1392
د دخانیاتو ضد قانون پاس شو؛ د سګرېټو څکول پرېږدئ!

د عامې روغتیا وزارت له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوله چې په سرپټو ځایونو، لکه رسټورانټونو، هوټلونو او دولتي دفترونو کې د سګریټو پر څکولو بندیز ولګوي، خو دا بندیز تر اوسه عملي نشو. په یوه تازه اقدام کې ولسي جرګې تېره اوونۍ په ۱۰۱ موافقو رايو پرېكړه وكړه چې له دې وروسته بايد د سګرېټو

د عامې روغتیا وزارت له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوله چې په سرپټو ځایونو، لکه رسټورانټونو، هوټلونو او دولتي دفترونو کې د سګریټو پر څکولو بندیز ولګوي، خو دا بندیز تر اوسه عملي نشو. په یوه تازه اقدام کې ولسي جرګې تېره اوونۍ په ۱۰۱ موافقو رايو پرېكړه وكړه چې له دې وروسته بايد د سګرېټو پر وارداتو د ۱۰ فيصده محصول پر ځاى ۵۰ فيصده اضافي ګمركي ټکس ولګول شي او هغه پلورونكي بايد جريمه شي چې پر ماشومانو او كم عمره زلمیانو سګرېټ پلوري.

په عامه ځايونو، هوټلونو او دفترونو او کارځایونو كې د سګرېټو د نه څكولو په دغه قانون كې چې ۵ فصلونه او ۲۵ مادې لري، پر هغو كسانو هم ۳۰۰ افغانۍ جريمه وضعه شوې چې په ممنوعه ځايونو كې لاس په لاس د سګرېټو په څكولو د پولیسو له خوا نیول کېږي.

د دخانياتو او سګرېټو د مخنيوي قانون مسوده تېره مياشت د وزيرانو شورا لخوا ولسي جرګې ته استول شوې وه، هلته د روغتيايي چارو په كمسيون كې د تعديلاتو له كبله وځنډېده او د مرغومي په ۶مه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه، خو په هغه ورځ هم دغه مسوده د اختلافاتو له کبله تصویب نه شوه او د وروستۍ ارزونې لپاره ګډ کمسیون ته وړاندې شوه.

كه څه هم دا قانون لا د جمهور رئيس کرزي لخوا توشيح شوى نه دى، خو په اړه يې په عامو خلكو كې نظريات سره پاشلي دي او د تطبیق په اړه یې اندېښنې موجودې دي.

۳۴ كلن محمد عيسى چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې سګریټ څکوي، وايي د دې قانون په عملي كېدو به په زرګونه هغه افغانان له اقتصادي او صحي بربادۍ وژغورل شي چې ځوانۍ يې د سګرېټو په لوګي خاورې كېږي: (( په وړكتوب كې مې سګریټ شروع كړي، اوس كه پيسې ولرم يا نه، خو بايد د سګریټو لپاره يې پيدا كړم، زياتې ناروغۍ يې راته پيدا كړي، خو بيا هم له دغه عادته نشم اوښتی، اوس هيله من يم چې كه دولت زما په څېر كسان يا هم دوكانداران څو څو ځله جريمه كړي، نو كم تركمه ماشومان، خو به مو له دغه عادته وژغورل شي.))

خو بل خوا د كابل د ګذرګاه سیمې اوسېدونكى سيد ميرويس نجيبي بيا وايي، له دې ډارېږي چې د سګریټو د مخنيوي په برخه كې وضعه شوې جريمه به د دولت د خزانې پر ځای شخصي جيبونو ته ډېره پرېوځي:(( دا خو به كومه ځانګړې تطبيقوونكې اداره ونه لري، كه پوليس څوك ګير كړل، هغه به ۳۰۰ جريمه خپل جيب ته اچوي، يا به تر دې په كمو پيسو مجرم خوشې كوي، يعنې که له یوې خوا بندیز لګول کېږي له بل لوري وېره ده چې فساد به زیات کړي.))

په ننګرهار كې د يو ساحوي كلينیك مسوول ډاكټر خالد اخوندزاده د ولسي جرګې له لوري د دخانیاتو د منعه کولو قانون بیا یو لوکس اقدام بولي او وايي، د سګریټو پر وارداتو د محصول لوړول او په عامه ځايونو كې يې پر څكولو جريمه به په راتلونكي كې ډېرې عادي هڅې ثابتې شي، ځكه د ده په وينا په كوم هېواد كې چې د دا ډول مسايلو پر ضد ټولنيز كمپاين او عامه پوهاوى نه وي، نو مخنيوى يې هم مشكل كار دى: (( زه تور نه لګوم، خو اكثره چارواكي حتى چرس هم څكوي، په عامه خلکو به قانون په زور تطبیق شي، خو د دې چرسیانو مخه به څوک ونیسي، په دې اړه بايد د پوهاوي ځانګړي اقدامات وشي او بيا تر اوسنۍ لايحې هم سخت قوانين وضع شي.))

د بي بي سي د یوه راپور له مخې افغانستان په خپله سګریټ نه تولیدوي، بلکې ټول هغه سګریټ چې په هېواد  کې کارول کیږي وارداتي دي. داسې راپورونه هم موجود دي چې هېواد ته هره  ورځ ۴۴ ټنه سګریټ واردېږي چې یوه برخه یې د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته هم ځي. د دغو وارداتو کچه په ورځنۍ سطحه لس ملیونه افغانۍ او په کال کې بیا ۵۰ ملیونه ډالره اټکل شوې ده. د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې یوازې په کابل کې په سلو کې ۱۶تنه د سګریټو په نشې اخته دي او که دا قانون ژر تر ژره تطبیق نشي په راتلونکو څو کلونو کې به دا فیصدي لوړه شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس بیا په افغانستان کې اکثریت سګریټ څکوونکي ځوانان دي او ۹۰ په سلو کې وګړي سګریټ څکول له ۱۳ کلنۍ مخکې پیلوي. د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ دم ګړۍ په افغانستان کې ۶۰ په سلو کې زلمیان سګریټ څکوي او لوګی یې د هېواد پر ۴۵ فیصده وګړو په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغېره کوي.  د ملګرو ملتونو د روغتيا سازمان غړي ارماندو پراګا وايي، په کال کې په نړيواله كچه تر ۵ مليونو ډېر کسان د سګریټو د څکولو په وجه په داسې ناروغیو اخته کېږي چې د مرګ سبب یې ګرځي. ارماندو دغه راز ويلي چې د كال په حساب ۶۰۰ زره كسان د سګریټ د دوهم لاس لوګي له كبله له پيدا شويو ناروغيو مړه كېږي. دا ډول لوګی خلک اکثره په هوټلونو، دفترونو، کورونو او عامه ځایونو کې تنفس کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA