د تخار اوسېدونكي وايي چې د ولايت مركز تالقانو په هر ګوټ كې د بې وزله بوټ رنګوونكو ماشومانو ډلې زياتې شوي دي. د دوی په خبره كه چېرې دغو ماشومانو ته د حکومت له لوري د تعلیم او لازم مصروفيت زمینه برابره نه شي، نو له بد برخلیک سره به مخ شي.
د تخار اوسېدونكي وايي چې د ولايت مركز تالقانو په هر ګوټ كې د بې وزله بوټ رنګوونكو ماشومانو ډلې زياتې شوي دي. د دوی په خبره كه چېرې دغو ماشومانو ته د حکومت له لوري د تعلیم او لازم مصروفيت زمینه برابره نه شي، نو له بد برخلیک سره به مخ شي.
دوى شكايت كوي چې د تالقانو اكثره بې وزله ماشومان له ښوونځيو بې برخې شوي او اړ دي چې د ښار په واټونو كې یا پلاستيكي كڅوړې وپلوري يا هم په ډېره كمه ګټه پردي بوټان رنګ كړي.
د تالقانو د ښار يو دوكاندار حبيب وايي، په ښار كې بوټ رنګوونكي ماشومان كله كله دومره ډېر شي چې د هوټلونو او جوماتونو تر مخ سره د کار پر سر جنګونه کوي: (( بس چې هر خوا مخ واړوې، دوی دې تر سترګو کېږي، فكر كوم هېڅ نه ګټي، خو شمېر يې مخ په زياتېدو دى، ټول بې وزله دي.))
په شړك باران كې د ښار د يو هوټل مخ ته ناست کوچني محراب الدین بيا كليد ته وويل چې ټوله ورځ خپلې كورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ په لټه كې وي: (( زه څوك څه كوم، ټوله ورځ د خلکو بوټان رنګوم، د ورځې سل افغانۍ او کله نا کله یونیم سله افغانۍ ګټم، په دې بيا د كور سودا اخلم.))
۱۲ كلن سميع الله هم چې سختې يخنۍ نيولى و، كليد ته وويل چې سهار وختي په خپل كار پسې راوځي، خو خلك ورته ډېرې سپكې سپورې وايي: (( په خپل كار پسې راځو، خلک راته حرامیان وايي، كله كله دوكانداران راته وايي، ځئ رنګ مو ورک کړئ، ټوله ورځ ستاسې له لاسه په تنګ یو، بل کار مو نشته….))
د سميع الله له خبرو احساسېده چې په دې كار كې ډېر تنګ دى، خو وايي، كه دى پيسې ونه ګټي، نو واړه وروڼه او خويندې به يې له لوږې ومري:(( پلار مې نشته، مور مې وايي، د بوټانو رنګولو په پيسو تاسې ټولو ته ډوډۍ رانيسم.))
د تالقانو اوسېدونكى ۲۵ كلن سيد ابرار د بې وزله ماشومانو زياتېدو ځكه اندېښمن كړى چې دوى زياتره وختونه د كوڅه ډبو لویانو لخوا د ناوړه ګټې اخستنې او جنسي تېري له بوږنوونكو پېښو سره هم مخ كېږي: (( دا یوه وروسته پاتي ټولنه ده، د چا مجبوريت ته څوک نه ګوري، اكثره كوڅه ډب لويان پر دوى جنسي تجاوز هم كوي، خو دولت يې په كيسه كې نه دى.))
كله مو چې ياده مسئله په تخار كې د ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست مخې ته كېښوده، نو ځواب يې دا و چې تر دې دمه د بې وزله ماشومانو لپاره د مرستې كوم ځانګړى پروګرام نه دى وركړل شوى.
د تخار د كار او ټولنيزو چارو رئيس سيد خالد رحماني وویل، اوس مهال داسې تمه پېدا شوې چې وزارت به يې د بې وزله ماشومانو لپاره د مرستې د پروګرام لړۍ پيل او تر تالقانو هم ورسوي: (( يوه بله مسئله هم شته د اشیانه او ای سي ای موسسه له ماشومان سره مرسته کوي، خو زیاتره وخت د دوی په نوم راغلې پيسې شخصې جیبونو ته ځي، که نظارتي بهیر پیاوړي شي، ممکن یوڅه ښه والی به راشي. ))
نوموړي دغه راز پر ديني عالمانو غږ وكړ چې په خپلو واعظونو كې د ماشومانو د حقونو په اړه مسايل په كلكه تبليغ كړي.
په عين حال كې د تخار د حج او اوقافو رئيس مفتي حبيب الرحمن وايي، په دې اړه يې ټولو ملاامامانو ته لا د وخته دنده سپارلې چې د ممبرونو له لارې پر ماشومانو د کال کولو مخنیوی وکړي: (( موږ تر خپلې وسې خلكو ته دا رسولې، په هر كار كې چې ماشومانو ته زیان رسیږي، د اسلام مقدس دین يې په کلکه غندي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


