د عراق پايتخت بغداد كې پرون موټر بم چاودنو لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان كړي دي. تر اوسه پورې د دې بريدونو مسووليت، چې تر ډېره په شيعه مېشتو سيمو کې شوي، چا پرغاړه نه دى اخيستى.
د عراق پايتخت بغداد كې پرون موټر بم چاودنو لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان كړي دي.
تر اوسه پورې د دې بريدونو مسووليت، چې تر ډېره په شيعه مېشتو سيمو کې شوي، چا پرغاړه نه دى اخيستى.
د دې بريدونو تر ټولو خونړى بريد د بغداد په شمال ختيځ کې د شاب په نوم سيمه کې و، چې لږ تر لږه لس تنه يې ووژل او تر ديارلسو زيات يې ټپيان کړل.
تېر کال له ۲۰۰۸ميلادي کال راهيسې په عراق کې تر ټولو خونړى کال بلل شوى، چې لږه ترلږه پنځه نيم زره کسان د فرقه ييز تاوتريخوالي په ترڅ کې وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


