د امريكا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس د خاطراتو په خپل کتاب كې په افغانستان کې د جمهوررئيس بارک اوباما پر جګړه ييز سياست نيوکه کړې ده او زياته كړې يې ده، چې هغه پر خپلې تګلارې بې باوره و، خو دغې نيوكې ته په خپل لومړني غبرګون کې پرون اوباما ټينګار وكړ، چې افغانستان کې د خپل پوځ پر
د امريكا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس د خاطراتو په خپل کتاب كې په افغانستان کې د جمهوررئيس بارک اوباما پر جګړه ييز سياست نيوکه کړې ده او زياته كړې يې ده، چې هغه پر خپلې تګلارې بې باوره و، خو دغې نيوكې ته په خپل لومړني غبرګون کې پرون اوباما ټينګار وكړ، چې افغانستان کې د خپل پوځ پر جګړه ييز ماموريت بشپړ باور لري.
بارک اوباما، چې پرون يې په واشنګټن کې د هسپانيې له لومړي وزير سره په ګډه خبري غونډه کې وينا کوله، له خپلې افغان تګلاې ننګه وکړه او ويې ويل، سمه تگلاره يې غوره کړې ده او د همدې په پايله کې به د امريکا متحد ايالاتونه د راتلونکي کال په پاى کې په افغانستان کې خپل جگړييز ماموريت پاى ته ورسوي.
د هغه په وينا، اوس هم په افغانستان کې د خپلو پوځيانو پر ماموريت باور درلودلو ته دوام ورکوي.
اوباما د رابرټ ګېټس نيوكې ته د ځواب ترڅنګ له هغه څخه د دفاع د يوه وتلي وزير په توگه ستاينه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

