ads

خوست کې د یوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست ښار په لویدیزه خوا کې د ښار او اداري کمپلېکس ترمنځ د خوړ پر سر د يوه پله جوړېدو چارې پیل شوې. د پله د بنسټ ډبرې د اېښودو پرمهال د خوست والي عبدالجبار نعیمي خبریالانو ته وویل، دغه پول یوه مهمه اړتیا وه، ځکه د پله دواړو غاړو ته د خوست ښار په […]

نویسنده: TKG
23 مرغومی 1392
خوست کې د یوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست ښار په لویدیزه خوا کې د ښار او اداري کمپلېکس ترمنځ د خوړ پر سر د يوه پله جوړېدو چارې پیل شوې. د پله د بنسټ ډبرې د اېښودو پرمهال د خوست والي عبدالجبار نعیمي خبریالانو ته وویل، دغه پول یوه مهمه اړتیا وه، ځکه د پله دواړو غاړو ته

د خوست ښار په لویدیزه خوا کې د ښار او اداري کمپلېکس ترمنځ د خوړ پر سر د يوه پله جوړېدو چارې پیل شوې.

د پله د بنسټ ډبرې د اېښودو پرمهال د خوست والي عبدالجبار نعیمي خبریالانو ته وویل، دغه پول یوه مهمه اړتیا وه، ځکه د پله دواړو غاړو ته مهمې ادارې دي.

نوموړي زیاته کړه، دا چې د خوست زیاتره ادارې په اداري کمپلېکس کې دي، دغه راز ولایتي روغتون هم د خوړ پورې غاړه دی، نو ښاریانو به په لرې لاره خپل کارونه مخکې وړل.

نعیمي دغه راز وویل، د پله په جوړېدو سره به يوه بله ګټه د خوست شېخ زاید پوهنتون محصلینو او استادانو ته ورسوي او هغه دا چې له لنډې لارې به خپلو چارو ته رسیده ګي وکړي.

نوموړي زياته كړه، دغه پول ۲۸ متره اوږدوالی او شپږ متره سور لري، چې د کلیو پراختیا وزارت لخوا په ۱۳ ميليونه، اته سوه زره افغانۍ لګښت جوړېږي، چې چارې به يې په راتلونكو ۱۱ میاشتو کې بشپړې شي.

د خوست د ولایتي شورا ريیس سیدکریم خان خکسار هم دا یوه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او په عین حال کې يې د پروژې د کار پر څارنې هم ټینګار وکړ.

د خوست امنیتي مسؤلینو هم د دې پروژې د ټینګ امنیت ساتلو ډاډ ورکړ.

د خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت خبریالانو ته وویل، دوی به له کومې ستونزې پرته وکولای شي، چې په ښه ډول د هر ډول ټولګټې پروژې امنیت تامین کړي.

د خوست په یوه برخه کې د دغه پول د جوړېدو کار په داسې حال کې پیلېږي، چې په روان لمریز کال کې د خوست د درېیو نورو لویو پلونو چارې هم پیل شوې، خو د خوست په یو شمېر سیمو کې لا هم د نورو اساسي پلونو اړتیا شته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA