ads

د ليبيا د صنعتي چارو مرستيال وزير ووژل شو

په ليبيا كې نن سهار نامعلومو وسله والو د دغه هېواد د صنعتي چارو مرستيال وزير حسن الدروعي په ډزو وواژه. د ليبيا امنيتي چارواکي وايي، نوموړى له خپل پلرني ټاټوبي سيرت څخه د ليدلو پر مهال په ډزو ويشتل شوى او وژل شوى دى.     په ليبيا كې نن سهار نامعلومو وسله والو […]

نویسنده: TKG
22 مرغومی 1392
د ليبيا د صنعتي چارو مرستيال وزير ووژل شو

په ليبيا كې نن سهار نامعلومو وسله والو د دغه هېواد د صنعتي چارو مرستيال وزير حسن الدروعي په ډزو وواژه. د ليبيا امنيتي چارواکي وايي، نوموړى له خپل پلرني ټاټوبي سيرت څخه د ليدلو پر مهال په ډزو ويشتل شوى او وژل شوى دى.

 

 

په ليبيا كې نن سهار نامعلومو وسله والو د دغه هېواد د صنعتي چارو مرستيال وزير حسن الدروعي په ډزو وواژه.

د ليبيا امنيتي چارواکي وايي، نوموړى له خپل پلرني ټاټوبي سيرت څخه د ليدلو پر مهال په ډزو ويشتل شوى او وژل شوى دى.

د فرانسې خبري اژانس د ليبيا د امنيتي ځواکونو له قوله رپوټ وركړى، چې تر اوسه د بريد کوونکو هويت نه دى څرګند شوى، خو د نوموړي مرګ يې د پخواني جمهوررئيس معمر قزافي تر مړينې وروسته په ليبيا کې تر ټولو سخته پېښه بللې ده.

د ليبيا يوه امنيتي چارواكي رسنيو ته ويلي،چې د سيرت ښار مرکز کې يو شمير نامعلومو وسله والو حسن دروعي وواژه.

تر اوسه د دغې وژنې مسووليت چا نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA