ads

” د امريکا او هند ترمنځ هېڅ لانجه نشته”

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هغه خبره رد کړه، چې ګوندې د امريکا او هند ترمنځ د هندۍ ډيپلوماتې د نيونې له كبله لانجه رامينځته شوې ده. نوموړي په نوي ډيلي كې خبريالانو ته وويل، د هند او امريکا ترمينځ هېڅ لانجه نشته، خو د رپوټونو له مخې، د هند او امريکا […]

نویسنده: TKG
22 مرغومی 1392
” د امريکا او هند ترمنځ هېڅ لانجه نشته”

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هغه خبره رد کړه، چې ګوندې د امريکا او هند ترمنځ د هندۍ ډيپلوماتې د نيونې له كبله لانجه رامينځته شوې ده. نوموړي په نوي ډيلي كې خبريالانو ته وويل، د هند او امريکا ترمينځ هېڅ لانجه نشته، خو د رپوټونو له مخې، د هند او امريکا ترمنځ لانجه هغه مهال وټوکېده،

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هغه خبره رد کړه، چې ګوندې د امريکا او هند ترمنځ د هندۍ ډيپلوماتې د نيونې له كبله لانجه رامينځته شوې ده.

نوموړي په نوي ډيلي كې خبريالانو ته وويل، د هند او امريکا ترمينځ هېڅ لانجه نشته، خو د رپوټونو له مخې، د هند او امريکا ترمنځ لانجه هغه مهال وټوکېده، چې په نيويارک کې هندۍ ډيپلوماته ديوياني کهوبراګړې په ويزه کې د درغلۍ او خپلې خدمتګارې ته د لږ معاش د ورکړې له كبله ونيول شوه.

د هند د بهرنيو چارو وزير وويل، که د امريکا او هند ترمنځ کومه لانجه وي، نو دواړه خواوې به يې په ګډه هواره کړي.

سلمان خورشيد دغه څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه وکړې، چې ياده هندۍ ډيپلوماته بيرته هندته ستنه شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA