ads

ګېټس: امريکا د افغانستان په تېرو ټاکنو کې کرزى نه غوښت

د امريکا د دفاع پخوانى وزير رابرټ ګېټس د خپلو خاطرو په کتاب کې ادعا کوي، امريکا هڅه کوله، چې د ۲۰۰۹ کال د افغانستان د جمهوري رياست په ټاکنو کې کرزى له واکه لرې کړي. د امريکا د دفاع پخوانى وزير رابرټ ګېټس د خپلو خاطرو په کتاب کې ادعا کوي، امريکا هڅه کوله، […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1392

د امريکا د دفاع پخوانى وزير رابرټ ګېټس د خپلو خاطرو په کتاب کې ادعا کوي، امريکا هڅه کوله، چې د ۲۰۰۹ کال د افغانستان د جمهوري رياست په ټاکنو کې کرزى له واکه لرې کړي.

د امريکا د دفاع پخوانى وزير رابرټ ګېټس د خپلو خاطرو په کتاب کې ادعا کوي، امريکا هڅه کوله، چې د ۲۰۰۹ کال د افغانستان د جمهوري رياست په ټاکنو کې کرزى له واکه لرې کړي.

ګېټس دا هڅه يوه ”ناکامه او اومه توطيه” بللې ده.

د فارن پاليسي مجلې په وينا، رابرټ ګېټس د خاطرو په دې کتاب کې ليکلي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي ريچرډ هالبروک هڅه کوله، چې ټاکنې دويم پړاو ته وغځوي او په ټاکنو کې يې د حامد کرزي د لرې کولو او د هغه د سيالانو ملاتړ کاوه.

خو د سپينې ماڼۍ يوې وياندې کايتلين هايډن د رابرټ ګېټس دا ليکنې په کلکه رد کړې دي او زياتوي، چې د امريکا ګټې د كوم ځانګړي كانديد په بري يا ماتې كې نه وې، بلكې په يوه با ټيکاوه افغانستان او ډيموکراټيکو ټاکنو کې وې.

جمهوررئيس حامد کرزي څو ځلې ويلي، چې امريکا هڅه کوله هغه له واکه لرې کړي، خو واشنګټن ټينګار کوي، چې د ۲۰۰۹ كال د جمهوري رياست ټاکنو کې بې پرې و او يوازې د ډيموکراسۍ ملاتړ يې کاوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA