په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره د پټو خبرو د پيلېدو په اړه بيا راپورونه ورکړل شوي دي. د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، طالب چارواكو دغه اژانس ته ويلي، چې لږترلږه د افغان حكومت دوو وزيرانو په متحده عربي اماراتو کې د
په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره د پټو خبرو د پيلېدو په اړه بيا راپورونه ورکړل شوي دي.
د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، طالب چارواكو دغه اژانس ته ويلي، چې لږترلږه د افغان حكومت دوو وزيرانو په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره په داسې وخت کې کتلي دي، چې پاکستان له طالبانو سره د افغان حكومت د خبرو د بهير له پيلېدو سره د مرستې لپاره د طالبانو لسګونه غړي خوشې كړل.
د ياد اژانس د راپور پر بنسټ، طالب چارواكو وويل، چې د متحده عربي اماراتو خبرو کوم پرمختګ ونه کړ او د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ويلي، چې له زندانونو څخه د طالب بنديانو خلاصون د طالبانو د دريځ په نرمولو کې مرسته نه ده کړې.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته يوه طالب مشر د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي، چې دا ډله د ښکېلو خواوو ترمنځ د هغسې منځګړو غيرمستقيم منځګړتوب مني، چې په نتيجه کې يې په نولس سوه ۸۹ ميلادي کال د پخواني شوروي اتحاد پوځونه له لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

