په داسې حال کې، چې دولتي ځواکونه د عراق په انبار ولايت کې له وسله والو سره په نښتو کې ښکېل دي، حکومت وايي په رمادي کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې له القاعده شبکې سره تړلي ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.
په داسې حال کې، چې دولتي ځواکونه د عراق په انبار ولايت کې له وسله والو سره په نښتو کې ښکېل دي، حکومت وايي په رمادي کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې له القاعده شبکې سره تړلي ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.
د عراق د دفاع وزارت وياند محمد العسکري رسنيو ته ويلي، هوايي ځواکونو په رمادي کې هغه موټر په نښه کړل، چې درنې وسلې يې لېږدولې او ۲۵ تنه وسله وال يې وژلي دي.
د عراق د دفاع وزارت وايي، پر فلوجه بريد ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو له وېرې ځنډول شوى دى.
د تېرې اوونۍ په پاى کې د القاعده شبکې غړو او د هغوى سيمه ييزو پلويانو د فلوجه کنټرول خپل کړ.
رپوټونه وايي، په رمادي کې سني قبيلي کنټرول لري او له پوليسو سره په ګډه د القاعده پرضد فعاليت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

