د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس په خپل يوه نوي کتاب کې، چې ډيوټي يا ماموريت نومېږي او راتلونكې اونۍ چاپېږي، د افغانستان د جګړې په اړه د جمهوررئيس باراک اوباما پرتګ لاره نيوكه كړې ده.
ګېټس په خپل دې كتاب كې ليكلي دي، چې بارك اوباما د افغانستان په اړه د خپلې ادارې د ستراتېژۍ د کاميابۍ په اړه شکمن و او په هغو وړانديزونو بد ګمانه و، چې پوځ ورته د افغانستان د جګړې په اړه ورکول.
د هغه په وينا، جمهوررئيس اوباما په افغانستان کې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د نړيوالو ځواکونو پر عمومي قومندان ډېوېډ پيټريوس باور نه درلود.
نوموړي همدارنګه په خپل كتاب كې ليکلي، جمهوررئيس اوباما د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزى نه شو زغملاى او د افغانستان جګړه يې خپله جګړه نه ده، بللې بلکې د اوباما لپاره دا مهمه وه، چې څرنګه له دې جګړې ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


