د جنوبي سوډان حکومت د لومړي ځل لپاره له وسله والو مخالفينو سره د سولې په تړاو مخامخ خبرې پيل کړې دي. د دواړو غاړو ترمنځ خبرې د ايتوپيا په پايتخت اديسه بابا کې روانې دي او په روانو خبرو کې د جنوبي سوډان د حکومت يوه مشر مرکچي مايکل مواک ويلي، هيله من دى، چې دغه خبرې به سولې ته لار هواره کړي.
د جنوبي سوډان حکومت د لومړي ځل لپاره له وسله والو مخالفينو سره د سولې په تړاو مخامخ خبرې پيل کړې دي.
د دواړو غاړو ترمنځ خبرې د ايتوپيا په پايتخت اديسه بابا کې روانې دي او په روانو خبرو کې د جنوبي سوډان د حکومت يوه مشر مرکچي مايکل مواک ويلي، هيله من دى، چې دغه خبرې به سولې ته لار هواره کړي.
بلخوا حکومت له يوه بل پخواني مخالف جنرال ډېوېډ ياوياو سره هم د اوربند اعلان کړى دى.
د جنوبي سوډان د حکومت او د پخواني مرستيال جمهوررئيس رېيک مشار ترمنځ د روانې جګړې د پاى ته رسېدو په تړاو د خبرو له پيلېدو سره سره بيا هم په سيمه كې جګړه دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

