سپنه ماڼۍ وايي، عراقي حکومت ته به د وسلو په ورکولو کې بېړه وکړي، ترڅو په انبار ولايت کې يې د مخالفينو پر ضد وکاروي. د سپينې ماڼۍ په وينا، په دې لړ کې به امريکا په راتلونکو څو مياشتو کې عراق ته نورې اضافي بې پيلوټه الوتكې او د هېلفاير په نوم پياوړي توغندي هم ورکړي.
سپنه ماڼۍ وايي، عراقي حکومت ته به د وسلو په ورکولو کې بېړه وکړي، ترڅو په انبار ولايت کې يې د مخالفينو پر ضد وکاروي.
د سپينې ماڼۍ په وينا، په دې لړ کې به امريکا په راتلونکو څو مياشتو کې عراق ته نورې اضافي بې پيلوټه الوتكې او د هېلفاير په نوم پياوړي توغندي هم ورکړي.
په الانبار کې تاوتريخوالی د عراق په لويديځ کې د سختو جګړو لامل شوی، چې په وروستيو څو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.
د سپينې مانۍ وياند جې کارني پرون خبريالانو ته وويل، چې امريکا د عراق پر پوځ د وسلو او مهماتو د پلورلو او هغه هېواد ته يې د چټک لېږد پرېکړه کړې ده.
د امريکا حکومت دغه اعلان پر داسې مهال کوي، چې د عراق حکومت له فلوجې ښار څخه د وسله والو په ويستو کې له ستونزو سره مخامخ ښکاري.
تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي و، چې په القاعدې پورې د تړلو وسله والو په ځپلو کې د عراقي حکومت ملاتړ کوي، خو پوځ به ور ونه لېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

