۲۰۱۳ کال په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډک کال و. په دغه کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ترټولو بدې، ناوړه او شرموونکې پېښې ترسره شوې. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوه سړي له خوا پر يوې وړې نجلۍ جنسي تېری وشو. محکمې
۲۰۱۳ کال په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډک کال و. په دغه کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ترټولو بدې، ناوړه او شرموونکې پېښې ترسره شوې. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوه سړي له خوا پر يوې وړې نجلۍ جنسي تېری وشو. محکمې نوموړي مجرم ته د ۲۰ کاله بند سزا اورولې، خو مدني ټولنې دا او ځينې نورې ورته پېښې غندلي او له حکومته غواړي چې عاملينو ته يې سختې سزاګانې ورکړي.
درې اوونې وړاندې په هرات کې يوه سړي چې ویل کېږي په نشه يي توكو روږدی و، د خپلې ښځې پزه او پاسنۍ شونډه پرې کړې وې او په غور کې يوه سړي خپله ښځه په تبر وژلې وه. د دې کال تر پايه په تخار کې د وسله والو له خوا د وژل شویو نجونو شمېر اتو تنو ورسېد، خو په څرګند ډول تر اوسه د ډېرو داسې پېښو د عاملينو د نیول کېدو او سختې سزا ورکولو خبرونه نه دي ورکړل شوي. د ډېرو په باور تر ډېره دا مسئله د دې سبب شوې چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.
په دغه کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کومې پېښې چې شوي، دا البته هغه پېښې دي چې رسنیو ورته لاسرسی پيدا کړی، خو ډېری داسې پېښې د افغانستان په لرې سیمو کې پټې ساتل کېږي.
د ۲۰۱۳ کال د پېښو رسنیزو ارقامو ته په کتو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی د خپل شدت وروستي حد ته د رسېدو په درشل کې دی، خو لا هم افغان حکومت په دې برخه کې د داسې ګامونو د اوچتولو تابیا نه څرګندوي چې حد اقل د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو سبب وګرځي.
که څه هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ځينې عوامل په ګوته کېږي، خو لا هم نه د ښځو د دفاع ټولنو او نه هم د دولت له خوا د کنټرول او له منځه وړلو هڅه يې شوې دي. مدني ټولنې وايي چې په دې وروستيو کې نه یوازې دا چې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، بلكې نوې بڼه يې هم خپله کړې ده. د دوی په وینا، پخوا به ښځو د کورني تاوتریخوالي له کبله پخپله ځانونه زندۍ کول او یا يې هم ځانته اور ورته کاوه، خو اوس نېغ په نېغه د نارینه وو له خوا په ډېر بد شکل وژل کېږي. مدني ټولنې دا هم وايي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي درې عمده علتونه بېوزلي، په نشه يي توكو د نارینه وو روږدېدل او د داسې پېښو په وړاندې د قضايي ارګانونو کمزوری چلند دی.
د بشري حقونو خپلواک کمسیون د ۲۰۱۳ په نيمايي کې د يو راپور په خپرولو وویل چې د هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې پر نجونو او مېرمنو د جنسي تېري د زیاتېدونکو پېښو له کبله زیاته اندېښنه لري.
په ۲۰۱۳ کال کې رسنیو په پراخه کچه د ښځو په وړانډې د تاوتریخوالي پېښې تر پوښښ لاندې ونيولې، تر دې چې لوړ پوړو دولتي چارواکو هم په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې. د مرغومي په شپږمه جمهوررئیس حامد کرزي په خپله شپږ دقیقه يي راډيويي وینا کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مسئله اندېښمنوونکې وبلله او د حل لاره يې دا وښوده چې د ښځو د حقونو په اړه عامه پوهاوي ته ډېره توجه وشي. حامد کرزي وويل، که څه هم په تېرو دولسو کلونو مې ښځو ښې لاسته راوړنې درلودې، خو په خواشینۍ سره چې لا هم د تاوتریخوالي قربانيانې دي. د هغه په وینا، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نوې پېښې غم انګېزې، ناوړه او د اسلامي، فرهنګي او بشري ارزښتونو د موازینو خلاف دي.
جمهوررئيس حکومتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې له عدلی او قضايي او د ښځو او بشري حقونو د دفاع له بنسټونو سره په همکارۍ له تاوتریخوالي نه د ښځو ژغورلو عملي او کاري پروګرامونه پیل کړي، خو د ښځو بنسټونه او مدني ټولنې دا غوښتنه لري چې جمهوررئيس باید د دې پېښو چې د شدت وروستي حد ته د رسېدو په حال کې دي، د مخنیوي لپاره حکومتي ادارې سختې ننګولې وای، ځکه که چېرته د دغو پېښو د عاملینو په وړاندې سخت چلند غوره شي، پايلې به يې ښې او ګټورې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


