ads

۲۶ فلسطيني بنديان خوشې شول

اسراييلو ۲۶ نور فلسطيني بنديان خوشې كړل او په رام الله کې فلسطينيانو د دغو بنديانو د خوشې کېدو لپاره خوشالۍ وکړې. خو فلسطيني جمهوررئيس محمود عباس ويلي، تر هغې، چې اسراييل ټول فلسطيني بنديان خوشې نه کړي، له تل ابيب سره د سولې خبرې پيلېدل اسراييلو ۲۶ نور فلسطيني بنديان خوشې كړل او په […]

نویسنده: TKG
10 مرغومی 1392
۲۶ فلسطيني بنديان خوشې شول

اسراييلو ۲۶ نور فلسطيني بنديان خوشې كړل او په رام الله کې فلسطينيانو د دغو بنديانو د خوشې کېدو لپاره خوشالۍ وکړې. خو فلسطيني جمهوررئيس محمود عباس ويلي، تر هغې، چې اسراييل ټول فلسطيني بنديان خوشې نه کړي، له تل ابيب سره د سولې خبرې پيلېدل

اسراييلو ۲۶ نور فلسطيني بنديان خوشې كړل او په رام الله کې فلسطينيانو د دغو بنديانو د خوشې کېدو لپاره خوشالۍ وکړې.

خو فلسطيني جمهوررئيس محمود عباس ويلي، تر هغې، چې اسراييل ټول فلسطيني بنديان خوشې نه کړي، له تل ابيب سره د سولې خبرې پيلېدل ناممکن دي.

دغه بنديان د امريکا په منځګړيتوب په دې شرط خوشې شوي، چې منځني ختيځ کې به د سولې خبرې بېرته پيلېږي.

دا د فلسطيني بنديانو درېيمه ډله وه، چې تر اوږده بند وروسته خوشې کېږي او د پلان له مخې ١٠٤ فلسطيني بنديان بايد په څلورو ډلو کې خوشې شي.

واشنګټن د اسراييلو لخوا د بنديانو د خوشې کېدو دغه كار “مخ پر وړاندې تګ ته ” يو نېک ګام بللى دى.

د اسراييلو د بنديانو د چارو اړوندو چارواکو د تېرې يکشنبې په ماښام د ۲۶ فلسطيني بنديانو د خوشې کولو پرېکړه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA