د روسيې په جنوبي ښار ولګاګراد کې تېره ورځ په يوه برقي بس کې چاودنې لږ تر لږه ۱۵تنه ووژل او ٢٣ تنه نور يې ټپيان کړل.
په ټپيانو کې يو تن يو کلن ماشوم هم شامل دى.
د روسيې په جنوبي ښار ولګاګراد کې تېره ورځ په يوه برقي بس کې چاودنې لږ تر لږه ۱۵تنه ووژل او ٢٣ تنه نور يې ټپيان کړل.
په ټپيانو کې يو تن يو کلن ماشوم هم شامل دى.
په لومړنيو رپوټونو کې ويل شوي وو، چې چاودنه د يوه ځانمرګي لخوا شوې ده، خو د روسيې د تروريزم ضد ملي کمېټې وياند دميتري پاولوف وروسته وويل، چاودنه ښايي د يوه بم په وسيله شوې وي، خو زياتوي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
دا چاودنه په داسې حال کې کېږي، چې وړمه ورځ د دې ښار د رېلګاډي په يوه عمومي تمځاى کې ځانمرګي بريد١٧ تنه ووژل.
څېړونکي وايي شک لري، چې د شمالي قفقاز سخت دريځي وسله وال به په دې بريد کې لاس ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


