په امريكا كې د افغانستان له جګړې څخه د خلکو ملاتړ په سلو کې له شلو هم کم شوى دى. د امريکا په متحدو ايالتونو کې يوه نوې نظرپوښتنه، چې د “سي. اېن. اېن” ټلويزيون او د “او. آر. سي” په نوم د يوې نړيوالې ادارې لخوا په ګډه ترسره شوې
په امريكا كې د افغانستان له جګړې څخه د خلکو ملاتړ په سلو کې له شلو هم کم شوى دى.
د امريکا په متحدو ايالتونو کې يوه نوې نظرپوښتنه، چې د “سي. اېن. اېن” ټلويزيون او د “او. آر. سي” په نوم د يوې نړيوالې ادارې لخوا په ګډه ترسره شوې ښيي، په هغو کسانو کې چې د افغانستان له جګړې څخه د ملاتړ پوښتنه ورڅخه شوې په سلو کې ۱۷ تنو له دې ماموريت څخه ملاتړ کړى دى.
د ۲۰۰۸ ميلادي کال په ډسمبر کې په ورته يوې سروې کې په سلو کې دوه پنځوس امريکايانو په افغانستان کې د خپل هېواد له جګړې ملاتړ کړى و.
په اوسنۍ نظر پوښتنه کې په سلو کې اوه پنځوس تنو ويلي دي، چې د افغانستان بحران د خرابېدو لور ته روان دى، په داسې حال کې، چې يو له درې امريکايانو په دې باور دي، چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې ګټونکي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


