له هغه راوروسته چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د کاندیدانو لیست بشپړ شوى، دوو سترو اندېښنو( امنیت او په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو نه لیوالتیا) سرونه راهسک او دا ذهنیت یې رامنځته کړ چې ښايي مشروع ټاکنې ونه لرو. خو اوس د هرې ورځې په تېرېدو چې ګام په ګام
له هغه راوروسته چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د کاندیدانو لیست بشپړ شوى، دوو سترو اندېښنو( امنیت او په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو نه لیوالتیا) سرونه راهسک او دا ذهنیت یې رامنځته کړ چې ښايي مشروع ټاکنې ونه لرو. خو اوس د هرې ورځې په تېرېدو چې ګام په ګام د ټاکنو د ترسره کېدو نېټې ( د ۱۳۹۳ د وري ۱۶مې) ته ورنږدې کېږو، پورتنۍ اندېښنې مخ پر کمېدو دي.
د ډيموكراسي انټرنېشنل ادارې يوه تازه څېړنه چې په نهه ورځو كې د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې شوې، په دې اړه وايي، ۸۵ فيصده افغانانو ورته ويلي چې د راتلونكو جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې حتما برخه اخلي.
د دې نا دولتي موسسې د څېړنې د څانګې مسوول حسن وفايي د سروې د خپرولو پر مهال وويل چې افغانان راتلونكو ټاكنو ته خوشبينه دي او په پراخه كچه غواړي برخه په كې واخلي: ((کله چې له ځواب ورکوونکو وپوښتل شول چې ایا تاسو د ۱۳۹۳ کال د انتخاباتو لپاره غواړئ رایې ورکړئ؟ نو ۸۵ فیصده خلکو د هو ځواب وركړى او يوازې اته فیصده افغانانو ویلي چې رایه نه ورکوي.))
خو دا سروې چې له ۲۵۰۰ كسانو سره د مركو په ترڅ كې شوې او د تېره اوونۍ له كابله خپره شوه، زياتوي چې خلك د نا امنۍ، د ټاكنو د مشروعيت او په دې پروسه كې د تقلب په اړه اندېښنه لري.
د سافټ پاور سلوشن په مالي مرسته د ډيموكراسي انټرنېشنل سروې كوونكو په دې برخه كې هم وايي، ۴۶ فيصده افغانان چې مركې ورسره شوي، په دې نه پوهېږي چې د ټاكنو پر مهال به امنيتي وضعيت څه ډول وي؟ دې افغانانو پر جمهور رئيس غږ كړى چې اداري فساد سره مبارزه وكړي او د هېواد اقتصادي – امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وكړي.
ايا دا سروې حقيقي ده؟
د مدني ټولنې مسوولين او يو شمېر سياسي ګوندونه د انټرنشنل ډيموكراسي د يادې سروې په اړه وايي، يوه اداره په نهو ورځو كې د ټول هېواد د خلكو نظريات په سمه توګه نه شي ترلاسه كولى، دوى له همدې كبله د ډيموكراسي انټرنشنل سروې نيمګړې بولي او وايي چې معلومات يې ښايي د واقعيتونو پر اساس او كره نه وي راټول شوي.
د ((افغان مېرمنو لپاره ښه ټولنه)) موسسې مسووله سعيده سادات حسيني وايي، د سروې كوونكو په راټولو كړو جزیياتو اوس هم شك لري: ((په دې نظر پوښتنه کې ډېر سوالونه وو چې بې ځوابه پاتې شول. لومړی خو دوی وویل چې په نهو ورځو کې یې دا سروې کړې. په دې نهو ورځو کې ناممکنه ده چې په ۳۴ ولايتونو كې له ټولو افغانانو څخه پوښتنه شوې وي.))
نوموړې وايي، د ټاكنو پر وړاندې يوه مهمه ستونزه او خڼد د ژمي له واورو او يخنۍ څخه راټوكېدلى شي چې په خبره يې ملي شورا هم ورته اندېښمنه ده او د ټاكنو د ځنډولو بحث يې راپورته كړى دى.
خو مدني فعال عارف الله حقپرست بيا وايي، د انټرنشنل ډيموكراسي ادارې څېړنه كه هر څومره سرسري هم شوې ده، خو د راتلونكو ټاكنو په اړه د خلكو مثبته نظر ټولونه يې ګټوره ده: (( كه موږ وايو چې دا جعلي سروې ده، نو ولې يې وايو؟ ايا د دې لپاره چې له ټاكنو خلك وډار كړو او كه بله كومه سياسي حربه كاروو؟ كه داسې نه وي، نو پرېږدئ هغه ۲۵۰۰ افغانان چې دې سروې كې يې مثبت نظريات خپاره شوي، نورو ته هم مثبت پيغام وركړي.))
حقپرست پر حكومت غږ كوي چې قانون ته په احترام ټاكنې په خپل وخت ترسره كړي، په مخكې پراته ټول امنيتي او تخنيكي ستونزې اوارې او همدارنګه په هغو سيمو كې چې خلك يې له موسمي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، د ټاكنو ترسره كولو لپاره لازم اقدامات وكړي.
نو ايا تر ټاكنو مخكې به امنيت ټينګ شي؟
د نورو كتونكو له نظره هم امنیت د ټاکنو لپاره د خلکو د لیوالتیا تر ټولو عمده فکتور دی چې د خلکو پراخ حضور ته په ټاکنو کې لاره خلاصوي. په دې اړه څه موده وړاندې د ټاكنو خپلواك كمسيون د ۹۰۰۰ رايو مركزونو لیست د كورنيو چارو وزارت ته وركړى و، څو له څېړنو وروسته ياد كمسيون ته ډاډ وركړي چې دا وزارت تر ټاكنو پورې د څومره رايو مركزونو امنيت خوندي كولى شي.
په دې اړه د كورنيو چارو وزارت اوږدې چوپتيا يو لړ ګنګوسې راپارولې وې، خو تېره اوونۍ د دې وزارت وياند صديق صديقي اعلان كړه چې دوى به د ټاكنو د خوندي كولو په هدف له خپل ټول ځواك كار واخلي او ټاكنې به په خپل مهالوېش ترسره شي.
نوموړي وويل، د ټاكنو د خپلواك كمسيون لخوا ورته د امنيت ټينګولو په هدف د سپارل شويو مراكزو لیست څېړل شوى او وزارت به د ټاکنو د امنیت په اړه خپل معلومات د مرغومي په ۱۵ نېټه د ټاکنو له کمسیون سره شریک کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


