د ۲۰۱۴ کال په رانږدې کیدو سره چې ګڼ بهرني سرتېري له افغانستانه وځي او ترې وروسته حالت له مختلفو اړخونو څخه د اندیښنې وړ دی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مساله هم په کې له جدي اندیښنو څخه ده.
د ۲۰۱۴ کال په رانږدې کیدو سره چې ګڼ بهرني سرتېري له افغانستانه وځي او ترې وروسته حالت له مختلفو اړخونو څخه د اندیښنې وړ دی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مساله هم په کې له جدي اندیښنو څخه ده.
په وروستیو کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسيون مشرې سیما ثمر په یوه خبري ناسته کې اعلان کړی، چې د روان کال لومړۍ نیمايي کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زور موندلی او د تېرکال د شپږو میاشتو په پرتله ۲۵ فیصده لوړه ده.
د تاوتریخوالي د زیاتیدو له دې اعلان سره هم مهاله د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه د دې تاوتریخوالي چې حتی دردوونکي جنایتونه ګڼل کیدای شي، مشخص او مستند راپور خپریدل هم زیات شوي.
په هرات کې د ستارې په نوم د یوې ښځې پوزه د خاوند لخوا یې چې د هیروینو معتاد و، په دې غوڅه کړی شوې، چې ستارې خپل معتاد خاوند ته د هیروین اخیستو لپاره پنځوس افغانۍ نه لرلې.
همدا شان په جنوبی ولایتونو کې د ښځینه دولتي کارکوونکو د وژل کیدو څو خبرونه خپاره شول، چې د دولت وسله وال مخالفین یې عاملان وګڼل شول.
دغو پېښو په نږدې راتلونکي کې له افغانستان څخه د زیاتو بهرنیو سرتېرو د وتو له پلان سره هم مهاله دا اندیښنه زیاته کړې، چې کیدای شي بیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د پخوا په څېربیخي ډېر او ظالمانه شي.
دا اندیښنې له دې کبله دي، چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې د فشار له موجودیت سره هم مهاله د دغه تاوتریخوالي د ځپلو او کمولو لپاره کافي او قانع کوونکي اقدامات نه دي کړي.
په اوس وخت کې چې افغان حکومت په دې اړه دومره جدي موقف نه لري، د راتلونکي په اړه خو یې د ښه اقدام توقع ډېره کمزورې او ناممکنه ښکاري.
په افغان حکومت کې د پخوانیو جنګسالارانو، زورواکو او ظالمو څېرو موجودیت او د ښځو حقونو ته په واقعي ډول د تعهد کمزوري هغه سببونه دي، چې د ښځو د حقونو د تامین او اعادې د راتلونکې په باره کې اندیښنې جدي کوي.
د افغانستان د اساسي قانون په شمول په نورو نافذه قوانینو کې ښځینه وو ته د ټولنې د نیمایي حصې او له نارینه وو سره د مساوي حقونو د لرلو د قانوني حکم له موجودیت سره د دوی خلاف تاوتریخوالی ګڼې پوښتنې ولاړوي.
له دې پوښتنو څخه یوه جدي یې دا ده، چې آیا افغان حکومت په ریښتیا نه شي کولای، چې د ښځو حقونه په واقعي معنا تامین او اعاده کړي؟
دغې پوښتنې ته که وکتل شي، ځواب به یې نه ځکه وي، چې حکومت تر پخوا هره ورځ د امکاناتو، سیستم، بشري ظرفیت، حکومتوالۍ او جوړښت له مخې پیاوړی کیدونکی دی.
دلته د دغه مسوولیت د ترسره کولو لپاره په افغان حکومت کې د ارادې کمزوریتوب د پام وړ مسا له ده، چې د موجودیت ادعا یې په زیاتو دلایلو باندې کیدای شي.
افغان حکومت که د خپلو نورو مسوولیتونو په شان د ښځو د حقونو تامین ته په جدي نظر کتلي وای، د ښځو خلاف تاوتریخوالی به دغې کچې ته نه و رسیدلی.
حکومت که د ښځو د حقونو د تامین لپاره نور څه نه شي کولای، حد اقل هغه مهم چارواکي چې په مرکز او ولایتونو کې دندې لري او پر ځینو یې د ښځینه حقونو د نقض جدي تورونه موجود دي، باید تر پوښتنو او مجازات لاندې راولي.
د افغانستان روانو سیاسي شرایطو ته په کتو سره د ۲۰۱۴ کال په اړه یوه اندیښنه د ښځینه حقونو په اړه ځکه ده، چې په هغه وخت کې به حکومت تر نړیوال فشار لاندې زیات ځان نه ویني او د منفي نتیجه لرونکو مصلحتونو، سازشونو او
انعطافونو له مخې به د ښځینه حقونو ناقضینو سره جدي چلند نه کوي.
نړیواله ټولنه، د افغان ښځو د حقونو مدافع شبکې او نور مسوول ارګانونه باید
دې مسالې ته په جدي نظر وګوري.
لکه چې لیدل شوې تراوسه د افغان حکومت په شان د ښځو د حقونو د دفاع په نوم ټولنو هم ښځینه حقونه د خپل یوه سمبولیک شعار په توګه کارولي، دوی باید نور پخپل دغه چلند کې تغیر راولي.
له ښځو سره ناسم چلند ته باید په سطحي نظر ونه کتل شي، که د ټولنې یو ډېر وړوکی قشر هم نارامه وي، ټوله ټولنه ناکراروي.
ښځې خو بیا د ټولنې نږدې نیمایي برخه جوړوي او په افغاني او اسلامي ارزښتونو کې ورته په لوړه کچه حقونه، درناوی او امتیازات منل شوي.
له دغو امتیازاتو او حقونو څخه د دغه مظلوم او ځپل شوي قشر د برخمن کیدو لپاره باید د نور ژمنې شوې او تصویب شوي قوانین د کاغذ پرمخ پاتې نه شي.
او د عمل په میدان کې ترې ګټه واخیستل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


